قرغیزستان نن د افغانستان په اړه د جوړېدونکې غونډې کوربه دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i146178-قرغیزستان_نن_د_افغانستان_په_اړه_د_جوړېدونکې_غونډې_کوربه_دی
د افغانستان لپاره د منځنۍ آسیا هېوادونو او اروپايي ټولنې د ځانګړو استازو ۵ مه غونډه نن د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې جوړېږي.
(last modified 2024-02-14T03:31:31+00:00 )
Feb 14, 2024 07:58 Asia/Kabul
  • قرغیزستان نن د افغانستان په اړه د جوړېدونکې غونډې کوربه دی

د افغانستان لپاره د منځنۍ آسیا هېوادونو او اروپايي ټولنې د ځانګړو استازو ۵ مه غونډه نن د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې جوړېږي.

د مالوماتو له مخې، په دې غونډه کې به د افغانستان د سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت په اړه خبرې اترې وشي.

د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي، چې په دې غونډه کې به په افغانستان کې د نشه يي توکو د قاچاق او د ترهګریزو فعالیتونو پر ضد د دولتونو پر هڅو هم خبرې وشي.

په پام کې ده چې د بشکیک په غونډه کې به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت او د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پرضد د مبارزې اداره هم ګډون وکړي.

د یادولو وړ ده، چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکولسن هم په یادې غونډې کې د ګډون په موخه بشکیک ته رسېدلی دی.