طالبان د دوحې په جوړېدونکې غونډه کې ګډون نه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i146342-طالبان_د_دوحې_په_جوړېدونکې_غونډه_کې_ګډون_نه_کوي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت تلویحاً د دوحې په راتلونکې غونډه کې خپل ګډون رد کړی دی.
(last modified 2024-02-17T21:29:03+00:00 )
Feb 18, 2024 00:49 Asia/Kabul
  • طالبان د دوحې په جوړېدونکې غونډه کې ګډون نه کوي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت تلویحاً د دوحې په راتلونکې غونډه کې خپل ګډون رد کړی دی.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو حکومت ملګرو ملتونو ته څرګنده کړې وه چې که د دوحې په راتلونکې غونډه کې دوی د یوازیني مسئول لوري په توګه ګډون وکړي او د افغان پلاوي او ملګرو ملتونو ترمنځ د ټولو مسایلو په اړه د واضح خبرو اترو زمینه برابره کړي، د طالبانو ګډون به ګټور وي.

خو د اعلامیې له مخې، په دې برخه کې د پرمختګ د نشتوالي له امله، د طالبانو حکومت په دې ناسته کې د دوی بې ګټې ګډون اغېزمن نه دی بللی.

ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي آنتونیو ګوترش په کوربتوب په دوحه کې دوه ورځنۍ غونډه نن یکشنبه پیل شي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفان دوجاریک ویلي چې په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د غړو هېوادونو، سیمې او سازمانونو ځانګړي استازي او یو شمېر افغان مېرمنې هم برخه واخلي.

دوجاریک ویلي چې د یوه همغږي، منسجم او رغنده تعامل د زیاتولو څرنګوالی د دې غونډې له هدفونو دی.

هغه زیاته کړې چې په دې غونډه کې به د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د خپلواکې ارزونې د مفصل راپور وړاندیزونه هم په پام کې ونیول شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکنه د دغه راپور له مهمو سپارښتنو څخه ده.

د طالبانو حکومت ویلي چې په افغانستان کې د یوناما د دفتر په موجودیت کې د نوي استازي ټاکل ضروري نه دي.