-
د امریکا له بندیزونو سره سره د ایران د تېلي اوګازي محصولاتود صادراتو ریکارډ مات شو
Mar 24, 2024 08:13پارس ټو ډی راپور ورکړ الجزیرې خبري سایټ په یوه راپور کې لیکلي: ایران د تیلو او ګازو د تولید او صادراتو په برخه کې د ریکارډ په ماتولو سره د امریکا بندیزونه له چیلنج سره مخامخ کړي دي .
-
د صهیونیسټي رژیم په تازه بریدونو کې نږدې ۲۰۰ فلسطینیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
Mar 24, 2024 01:28د ترکیې دولتي رسنۍ انادولو د وري په ۴مه، په غزه کې د روغتیایي چارواکو په حواله خبر ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي رژیم ځواکونو د غزې پر بېلا بېلو سیمو د بریدونو له امله، نږدې ۱۰۰ تنه په شهادت رسېدلي اوشاوخوا ۱۵۰ نور ژوبل شوي دي.
-
اسلامي ایران د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په بندیدا ټینګار وکړ
Mar 23, 2024 08:13زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د اردن سیند د لویدیځې غاړې او د غزې تړانګې د فلسطینیانو پرضد د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو او د حملو د بندولو لپاره د مسوولو نړیوالو ارګانونو د سمدستي اقدام پرضرورت ټینګار وکړ.
-
د صهیونیسټي رژیم د ستر ظلم د ختمولو لاره به دوام ولري
Mar 21, 2024 01:46د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر د غزې په دلدل کې د صهیونیسټي رژيم ډوبېدو او د صهیونیسټانو د جنایتونو د اصلي شریک په توګه له امریکې سره د ولسونو د نفرت زیاتېدو ته په اشارې سره وویل: د صهیونیسټي رژیم د ستر ظلم د ختمولو لاره به دوام ولري.
-
په غزې تړانګه کې له 100 څخه زیات مرسته وېشونکي په شهادت رسېدلي
Mar 21, 2024 03:41زموږ د خبریال د خبر له مخې، په غزې تړانګه کې د فلسطین د حکومت د اطلاعاتو دفتر اعلان وکړ چې د بشري مرستو د وېش څه دپاسه ۱۰۰ تنه کارکوونکي او هغه کسان چې غوښتل یې په غزې تړانګه کې دغه مرستې ترلاسه کړي، په غزې تړانګه کې د صهیونیسټانو د نیواکګر رژیم د تیرې اونۍ د بریدونو له امله په شهادت رسېدلي دي.
-
۱۶۶ ورځې جګړه؛ د صهیونیسټي رژیم پوځونو ډېر پام د ملکي وګړو وژلو ته اړولی
Mar 21, 2024 02:45تر پنځه نیمو میاشتو جګړې وروسته، د صهیونیسټي رژیم پوځونه د فلسطیني جهادي ډلو په ځانګړي ډول د حماس اسلامي غورځنګ پر وړاندې په جګړه کې ناکام ښکاري او په دغې موده کې یې ډېر پام د ملکي وګړو پر وژلو او نیولو ورټول دی.
-
د غزې بندر له بوشنل او د فلسطین له طبیعي سرچینو سره تړاو لري
Mar 20, 2024 10:09زمونږ خبریال راپور راکړی د ایکس اینټرنیټ پاڼې یوه کارونکي « نهلا» په یوه پوسټ کښې د فلسطین غزې تړانګې ته نږدې د یوه بندر له جوړولو د امریکا د ولسمشر جوبایډن پټو هدفونو ته اشاره کړي ده.
-
د غزې جګړه؛ په دوحه کې د حماس او صهیونیسټي رژیم ترمنځ خبرې روانې دي
Mar 19, 2024 11:12الجزیرې ټلویزیون د ځینو امریکایي او صهیونیسټي رسنیو د راپورونو په حواله خبر ورکړی، چې په دوحه کې د صهیونیسټي رژیم او د حماس اسلامي غورځنګ د چارواکو ترمنځ خبرې روانې دي.
-
غزه د لسګونه زره کسانو په هدیره بدله شوې
Mar 19, 2024 10:23د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر «جوزی بوریل» ویلي چې د صهیونیسټي رژیم پوځي عملیاتو غزه په یوې لویې هدیرې بدله کړې ده.
-
په غزې تړانګې د اسرائیلو حملې دوام لري
Mar 18, 2024 00:34مهر خبري اژانس راپور راکړی د طوفان الاقصی د عملیاتو په یوسل څلورشپیتمې ورځې هم د فلسطین د غزې تړانګې په بیلابیلو سیمو باندې د اسرائیلو د نسل وژونکي رژیم د عسکرو حملې هماغه راز دوام لري.