په غزې تړانګې دې اسرائيلو نسل وژونکي حملې ودورل شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i150398-په_غزې_تړانګې_دې_اسرائيلو_نسل_وژونکي_حملې_ودورل_شي
د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت سرپرست  د ملګروملتو دعمومی اسمبلۍ  له مشر  سره په کتنې کې په غزې تړانګې کې د فلسطین دمظلومو خلکو  په ضد د وحشي صهیونیسټي رژیم   د نسل وژنې د حملو د دریدا لپاره د اغیزشیندونکو هڅو د زیاتولو غوښتنه و کړه.
(last modified 2024-07-16T04:46:52+00:00 )
Jul 16, 2024 09:12 Asia/Kabul
  • په غزې تړانګې دې اسرائيلو نسل وژونکي حملې ودورل شي

د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت سرپرست  د ملګروملتو دعمومی اسمبلۍ  له مشر  سره په کتنې کې په غزې تړانګې کې د فلسطین دمظلومو خلکو  په ضد د وحشي صهیونیسټي رژیم   د نسل وژنې د حملو د دریدا لپاره د اغیزشیندونکو هڅو د زیاتولو غوښتنه و کړه.

زمونږخبریال  راپور راکړ ، دایران د خارجه وزارت سرپرست  علی باقری کني  چې د فلسطین  او څو اړخیز پالنې په باب د ملګروملتو د امنیت شورا په  ناستې دګډون لپاره  نیویارک ته تللی ، د  عمومی اسمبلۍ له مشر ډینس فرانسیس سره په کتنې کې ئې په غزې تړانګې د صهیونیستي رژيم دغیر انساني  حملو پشمول  د سیمه ایزو او نړیوالو  مسئلو په باب خبرې اترې وکړې.

د ایران خارجه وزیر  د غزې او فلسطین وروستیوبدلونونو او د څاروي ډوله صهیونیسټي رژيم ترټولو وروستیو جنایتونو ته په اشارې سره  د فلسطین د مظلوم ولس  په نسل وژنې کې د صهیونیسټي رژيم  دجنایتونو او د غزې تړانګې د  خلکو  په ضد دحملو ددریدا لپاره  د اغیزشیندونکو  هڅو پر زیاتیدا ټينګار وکړ.

د ملګروملتو د عمومی اسمبلۍ  مشر  هم په سیمې  کې  د امنیت اوثبات په تامینیدا په تیره بیا له یواړخیز پالنې سره  په مقابلې کې د اغیزشیندونکو اقداماتو  په دوام کې د ایران رغنده رول په قدرونې سره  هیله وښودله دغه ډول هڅې حتما مثبتې نیتجې ته ورسیږي.

د ایران د خارجه وزارت سرپرست  پرون  دیوه پلاوي په مشرۍ  دفلسطین  په باب او  همداراز د څو اړخیز پالنې په زمینې کې د امنیت شورا  په غونډو کې  د ګډون لپاره  نیویارک ته تللی دی.

دواړه  ناستې د روسیې د خارجه وزیر سرګئ لاؤروف په مشرۍ سره چې هیواد ئې د امنیت  شورا پړاویزه  مشري په غاړه لری، ترسره کیږي