-
نوروزي: د خپلواکو رسنيو د حق غوښتنې غږ د توغنديو په واسطه نه مړ کېږي
Sep 15, 2025 01:44پارس ټوډې - د ايران د ملي رسنۍ د بهرنۍ څانګې مرستيال په غزه کې د فلسطيني خبريالانو د وژنې او په تهران کې د صدا او سيما پر مرکزي ودانۍ د بريد په وړاندې د چوپتيا په اړه وويل: د رسنيو د خونديتوب او دفاع لپاره د حقوقي کاري ډلې جوړول اړين دي.️
-
د قطر لومړی وزير: د صهيونيسټي رژيم د دوحې پر ضد تيريو د غزې په اړه خبرې اترې له منځه یوړلې
Sep 15, 2025 01:42پارس ټوډې - د قطر لومړي وزير او د بهرنيو چارو وزير د اسلامي همکاريو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې په خپلو خبرو کې وويل: پر دوحې د صهيونيسټي رژيم وروستي بريدونه د «دولتي تروريزم» نښه ده او دا تېری نه يوازې د قطر پر ملي حاکميت، بلکې پر نړيوال منځګړیتوب باندې بريد دی.
-
په سيمه کې د صهيونيسټي رژيم د تيريو غندنه؛ په دوحه کې د ايران او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د خبرو اترو محور
Sep 15, 2025 01:34پارس ټوډې - د ايران د اسلامي جمهوريت او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان د غونډې په څنډه کې په دوحه کې سره وليدل او د قطر او نورو سيمه ييزو هېوادونو پر ضد د صهيونيسټي رژيم تيري يې وغندل.
-
حماس: نتنياهو غواړي په سيمه او نړۍ کې د تروريزم لپاره خطرناکه لاره پرانيزي
Sep 15, 2025 01:31پارس ټوډې - د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د عربي او اسلامي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو او په نړۍ کې د فعالو او اغېزمنو هېوادونو لپاره، په يوه يادښت کې د صهيونيستانو د خيانتامېزه هڅو جزئيات، چې په دوحه کې يې د دې غورځنګ د خبرو اترو پلاوي د ترور کولو هڅه کوله، بيان کړل او اعلان يې وکړ: افراطي صهيونيسټي رژيم، چې په وهمونو کې ډوب دی، غواړي په سيمه او نړۍ کې د تروريزم لپاره خطرناکه لاره پرانيزي.
-
د صهیونیسټي رژیم د تیریو په وړاندې د اسلامي ملګرتیاموسیسې رول
Sep 14, 2025 11:17پارس ټوډي – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د اسلامي ملګرتیاموسیسې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډې کې د ګډون لپاره دوحې ته لاړ؛ دا غونډه د غړو هېوادونو د یووالي او ملګرتیا له لارې د صهیونیسټي رژیم د جګړهغوښتنې او په سیمې کې د بحرانونو د رامنځته کولو پر وړاندې جدي او اغېزشیندونکي ګامونه پورته کولی شي.
-
ایران ګواښ وکړ؛(G7) دې خپلې تیروتنې او جنایتکارې پالیسۍ سمې کړي
Sep 14, 2025 10:09پارس ټوډي – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د اوو هېوادونو ډلې (G7) په ګډې اعلامیې کې د ایران په اړه مطرح شویو بې بنسټه تورونو ته غبرګون وښود او ټینګار ئې وکړ چې د داسې غیرمسؤلانه اعلامیو خپرونکي باید د خپلو زړو استعماري او برلاسه بلونکی تفکر له امله د تورونو لګولو پر ځای، د ایران او سیمې په وړاندې خپلې تېروتنې او جنایتکاره پالیسۍ سمې کړي.
-
ګارډین لیکلي؛ ایران نه،بلکې اسرائیل د سیمې لومړنی امنیتي ګواښ دی
Sep 14, 2025 09:39پارس ټوډي – ګارډیّن نومې بریتانوي ورځپاڼې په یوه مقالې کې ټینګار کړی چې د ایران اسلامی جمهوریت نه ،بلکې صهیونیسټي رژیم د سیمې لومړنی امنیتي ګواښ دی.
-
جنرال موسوي: پر قطر د صهیونیسټي رژیم یرغل د امریکا په شنه څراغ سره وو
Sep 12, 2025 03:34پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز د قطر د دفاعي چارو له سلاکار او د لومړي وزیر له مرستیال سره په ټلفوني خبرو کې د ایران له لورې د قطر د خلکو پر ملاتړ ټینګار وکړ.
-
د پاکستان لومړی وزیر: له صهیونیسټي رژیم سره د مقابلې لاره د اسلامي امت یووالی دی
Sep 12, 2025 01:59پارس ټوډې - د پاکستان لومړي وزیر په قطر کې د دې هېواد له امیر سره په کتنه کې په منځني ختیځ کې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو او یرغلونو د مخنیوي لپاره د اسلامي امت پر یووالي ټینګار وکړ.
-
د قطر لومړی وزیر: د اسرائیلي رژیم له خوا پر دوحې برید «دولتي ترهګري» ده
Sep 12, 2025 01:57پارس ټوډې - د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د صهیونیسټي رژیم له خوا پر دوحې د هوايي یرغل په غبرګون کې دا اقدام «دولتي ترهګري» وبلله.