ملګروملتونو د پاکستان او د افغانستان د اوربند هرکلی وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/event-i166016-ملګروملتونو_د_پاکستان_او_د_افغانستان_د_اوربند_هرکلی_وکړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو ویاند «اسټیفن ډوجاریک» وویل سرمنشي «انټونیو ګوټریش» په اندیښنې سره د افغانستان او د پاکستان ترمینځ وسله والو جنګونو ته اړونده راپورونه چې د ډیرو ملکي وګړو د مړ کیدا او ژوبلیدا سره سبب شوي دي تعقیب کړي دي او د اوربند د اعلانیدا هرکلی کوي.
(last modified 2025-10-17T00:35:57+00:00 )
Oct 17, 2025 05:02 Asia/Kabul
  • ملګروملتونو د پاکستان او د افغانستان د اوربند هرکلی وکړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو ویاند «اسټیفن ډوجاریک» وویل سرمنشي «انټونیو ګوټریش» په اندیښنې سره د افغانستان او د پاکستان ترمینځ وسله والو جنګونو ته اړونده راپورونه چې د ډیرو ملکي وګړو د مړ کیدا او ژوبلیدا سره سبب شوي دي تعقیب کړي دي او د اوربند د اعلانیدا هرکلی کوي.

ډوجاریک وویل د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش له پاکستان او افغانستان څخه غواړي چې د جنګ د پایداره ختمیدا لپاره هڅه وکړي او له یوبل سره خبرې وکړي چې د ملکي وګړو ساتنه وشي او د نورو مرګ ژوبلو مخه ونیول شي.

هغه وویل په افغانستان کښې د ملګروملتونو په نمایندګۍ کښې زمونږ ملګري هماغه راز حالات تر نظر لاندې لري.

د ملګروملتونو ویاند اسټیفن ډوجاریک دغه راز وویل چې هغه راپورونه چې وايي غزې ته د ستانه شویو فلسطیني وګړو په جسمونو باندې د شکجنو او ځورولو نښې نښانې شته ډیر اندیښمنونکي دي.

ډوجاریک په دې هکله نورو جزیاتو ته له اشارې پرته وویل هماغه ډول چې په ځلونو مو ویلي دي د نړیوالو قوانینو هغو ټولو خلاف ورزیو ته چې د دغه جنګ په اوږدو کښې شوي دي باید ځواب ویونکي ووسو.

په غزې کښې فلسطیني چارواکي وايي د هغو فلسطینیانو په مړیو باندې چې د اسرائیلو په زندانونو کښې وو د احتمالي اعدام او پانسۍ کولو په شمول د شکنجه کولو نښې نښانې شته.