-
سویډن هم په ناټو کښې د شاملیدا غوښتنه وکړه
May 16, 2022 01:32ایران پریس خبري اژانس وايي سویډن هیواد هم له فینلینډ وروسته پرون په ناټو تړون کښې د غړیتوب لپاره خپله غوښتنه په رسمي ډول اعلان کړه .
-
له روسیې سره د لویدیځ جنګ به ټولې دنیا ته تاون ورسوي
May 15, 2022 00:54ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ماسکو پرضد د لویدیځو هیوادونو د بشپړه جنګ د ختمیدا د وخت اټکلول سخت وبلل او ویې ویل د دغه اقدام منفي پایلې به یوازې روسیې ته محدودې نشي .
-
د افغانستان طالبان باید د ښځو د حقوقو احترام وکړي
May 15, 2022 00:32تسنیم خبري اژانس وايي د نړۍ اوو صنعتي هیوادونو په طالبانو غږ وکړ چې د ښځو لپاره د رامینځته کړې شوي محدودیتونه لغو کړي .
-
امریکا اروپا ته نور لس زره پوځیان استوي
May 14, 2022 09:43فارس خبري اژانس وايي د امریکا د دفاع وزارت پینټاګان ویاند جان کربي د اوکراین له جنګ څخه وروسته د لمسونکو اقداماتو له لارې په روسیې باندې د لویدیځو هیوادونو د دباو د راوستلو په بهیر کښې تائید کړه واشنګټن اراده لري اروپا ته نور لس زره پینځه سوه (۱۰۵۰۰) پوځیان واستوي .
-
د بهروسې وړ موافقه ترلاسه کېدونکې ده
May 13, 2022 10:59د ايران خارجه وزير وويل: که امريکه خپله سياسي فېصله وکړي او په خپلو ژمنو پابنده اوسي نو يوه ښه او د بهروسې وړ موافقه ترلاسه کېدونکې ده.
-
د اروپايي اتحادیې مسوول او د ایران چارواکو خبرې وکړې
May 11, 2022 11:29ایران پریس خبري اژانس وايي د اروپايي اتحادیې د خارجي سیاست د مسوول مرستیال نن د ایران د خارجه وزیر د سیاسي چارو له مرستیال سره کتنه او خبرې وکړې .
-
ایران کښې د اروپا دوه ښاریز ونیول شول
May 11, 2022 09:45ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د استخباراتو وزارت په هیواد کښې د بې نظمۍ او د بلواو د تنظیمولو د دوو (۲) اروپايي ښاریزو د نیولو خبر ورکړ .
-
د افغانستان له خاورې په هیڅ هیواد تیری نه کیږي
May 11, 2022 05:44صدای افغان خبري اژانس وايي د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي د اروپايي اتحادیې له ځانګړي استازي توماس نیکلاسون سره په کتنه کښې ټینګار وکړ د افغانستان له خاورې به به هیڅ هیواد حمله ونشي .
-
د سوریې د کړکیچ د هواري یوازنۍ لاره د دغه هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او واکمنۍ احترام دی
May 11, 2022 00:31ایران: صلحې ته د رسیدو یوازنۍ ممکنه لاره خبرې اترې او د کړکیچ سیاسي هواری او د حکومت په چورلیزتوب سره د سوریې بیارغونه او د دغه هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت احترام دی
-
د ویانا د خبرو اترو د بندون د ختمیدا هڅه کوو
May 07, 2022 11:58فارس خبري اژانس وايي د اروپايي اتحادیې د خارجي سیاست مسوول جوزپ بورل ادعا وکړه بروکسل د اټومي تړون د ژغورلو لپاره خپله اخري هڅه ترسره کوي .