اروپا او امریکا د افغانستان د ملي خبرو د پیلیدا غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i121410-اروپا_او_امریکا_د_افغانستان_د_ملي_خبرو_د_پیلیدا_غوښتنه_وکړه
ایرنا خبري اژانس راپور ورکړ اروپايي هیوادونو او امریکا د ګډې خبرپاڼې په خپرولو سره په افغانستان کښې د سولې او د ثبات د ټینګیدا غوښتنه وکړه او ویې ویل په دغه هیواد کښې د سولې او د ثبات ټینګیدل ملي او جامعو خبرو اترو ته اړتیا لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 24, 2022 07:20 Asia/Kabul
  • اروپا او امریکا د افغانستان د ملي خبرو د پیلیدا غوښتنه وکړه

ایرنا خبري اژانس راپور ورکړ اروپايي هیوادونو او امریکا د ګډې خبرپاڼې په خپرولو سره په افغانستان کښې د سولې او د ثبات د ټینګیدا غوښتنه وکړه او ویې ویل په دغه هیواد کښې د سولې او د ثبات ټینګیدل ملي او جامعو خبرو اترو ته اړتیا لري.

د اروپايي هیوادونو او د امریکا دغه ګډه بیانیه په داسې حال کښې خپره شوي ده چې څه موده مخکې د طالبانو لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند ویلي وو چې نړۍ په تیره بیا امریکا د افغانستان د خلکو لپاره د مشکل د رامینځته کولو پرځاې د طالبانو له حکومت سره د تعامل او د تفاهم لاره غوره کړي.

اروپايي هیوادونو او امریکا پرون په یوې بیانیې کښې د افغانستان په ناکراریو کښې د خپلو هیوادونو او دوې ته د اړونده ډلو رول ته له اشارې پرته وویل مونږ په افغانستان کښې د القاعده په شمول د ترهګرو ډلو د شتون په دوام باندې اندیښمن یوو.

په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي چې طالبان باید په افغانستان کښې د ترهګرو ډلو او د هغوې د فعالیتونو پرضد پرله پسې اقدامات ترسره کړي.

دغه بیانیه له دې یوه میاشت وروسته خپریږي چې د افغانستان په چارو کښې د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نیکلسن د غبرګولي د میاشتې په درویشتمه نیټه له کابل سره د اروپايي اتحادیې مرستې د پراخ بنسټه حکومت له جوړولو سره مشروطه کړي وې.