-
په هسپانیه کې د ریلګاډو د ټکر له امله ۳۹ کسان مړه شوي
Jan 19, 2026 12:07په هسپانیه کې د دوو چټکو ټرینونو/ریل ګاډو د ټکر له امله ۳۹ کسان مړه او ۱۵۲ نور ټپیان شوي دي.
-
په تېرو درې نیم میاشتو کې نژدې ۳ لکه افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي
Jan 19, 2026 10:09پاکستان وايي، د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر له لومړۍ نېټې څخه، چې د افغان کډوالو د ایستلو (ستنېدو) درېیم پړاو پیل شوی، تر اوسه له ۲ لکه ۷۵ زره څخه زیات کسان بېرته ستانه شوي دي.
-
جاپان په تېرو ۴ کلونو کې له افغانستان سره ۵۵۰ میلیون ډالره مرسته کړې
Jan 19, 2026 10:02په کابل کې د جاپان سفیر «کینیچي ماساموتو» د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر، مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي چې، هېواد یې له تېرو څه باندې ۴ کلونو راهیسې له افغانستان سره ۵۵۰ میلیون ډالر مرسته کړې ده.
-
عراقچي: د عینالاسد تخلیه د عراق د ثبات د پیاوړتیا نښه ده
Jan 19, 2026 09:29پارسټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: له عینالاسد څخه د امریکا وتل او بغداد ته یې سپارل، د عراق د ثبات او حاکمیت د پیاوړتیا نښه ده.
-
قالیباف: د صهیونیسټي رژیم هدف د اسلامي امت کمزوري کول او تجزیه کول دي
Jan 19, 2026 09:13پارسټوډې – د ایران د اسلامي شورا رئیس وویل: صهیونیسټان د تفرقې او بېثباتۍ د رامنځته کولو له ستراتیژۍ سره هڅه کوي اسلامي هېوادونه کمزوري او تجزیه کړي، څو په دې وسیله پر سیمې خپل تسلط ټینګ کړي.
-
اروپا د ګرینلینډ په اړه د امریکا د زیات غوښتنو په مقابل کښې په مقاومت ټینګار وکړ
Jan 19, 2026 00:39ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اروپايي اتحادیې لوړرتبه چارواکو د ګرینلینډ جزیرې د نیولو لپاره د امریکا د زیات غوښتنې په مقابل کښې د دغه لوې وچې په مقاومت کولو ټینګار وکړ.
-
د لندن دوه ګوڼی معیار؛ د کورنيو اعتراض کونکو له محکوملو،په ایران کې له تروره تر ملاتړ پورې
Jan 18, 2026 09:10پارسټوډی – په ایران کې د تېرو څو شپو ورځو امریکائي صهیونیسټي ترهګریزې بلواوې چې پخپل دول کې ترټولو بوږنونکي او تاؤتریخجنې بلل شوي دي، یو ځل ئې بیا دا وښودله چې لویدیځي سیاستوالان او رسانۍ څرنګه په بشپړ ډول د ایران په دړې وړې کیدا پسې دي.
-
د اوه ډلې(G7) غړي هېوادونه د قضاوت هیڅ اخلاقي اعتبار نه لري
Jan 17, 2026 09:04پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د ایران د کورنیو چارو په اړه د اوو هېوادونو د ډلې (G7) لاسوهونکې اعلامیه وغندله.
-
د امریکايي او صهیونیستي ترهګرو اصلي مهُره څنګه د ایران د امنیتي مامورانو په لومې کې ښکیل شوه؟
Jan 17, 2026 11:24پارس ټوډې – د ایران یوې اطلاعاتي ادارې وئيلي دي ، د امریکا او اسرائیلو له استخباراتي ادارو سره تړلې، یوه مهمه او په لوړه سویه روزل شوي ایجنټه ئې نیولې ده.
-
پوتین د افغان طالبانو د سفیر باورلیک ومانه
Jan 16, 2026 02:34د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د افغان طالبانو د سفیر ګل حسن باورلیک ومانه، چې له دې سره د هغه ډیپلوماتیک حیثیت رسمي شو.