پوتین د افغان طالبانو د سفیر باورلیک ومانه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i169604-پوتین_د_افغان_طالبانو_د_سفیر_باورلیک_ومانه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د افغان طالبانو د سفیر ګل حسن‌ باورلیک ومانه، چې له دې سره د هغه ډیپلوماتیک حیثیت رسمي شو.
(last modified 2026-01-16T01:37:00+00:00 )
Jan 16, 2026 06:04 Asia/Kabul
  • پوتین د افغان طالبانو د سفیر باورلیک ومانه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د افغان طالبانو د سفیر ګل حسن‌ باورلیک ومانه، چې له دې سره د هغه ډیپلوماتیک حیثیت رسمي شو.

پوتین څو میشاتې وروسته له هغه د طالب سفیر باورلیک ومانه چې روسیې د افغانستان د طالبانو اداره په رسمیت وپېژندله.

د روسیې دولتي خبري اژانس تاس (TASS) راپور ورکړی چې پوتین د افغانستان د طالبانو د حکومت د سفیر باورلیک د کرملین په ماڼۍ کې په رسمي مراسمو کې ترلاسه کړ. په مراسمو کې لسګونه بهرني ډیپلوماتان هم حاضر وو.

مراسم چې د کرملین ماڼۍ په الکساندر تالار کې ترسره شول، پکې د اروپا، اسیا، افریقا، لاتینې امریکا او منځني ختیځ د ۳۴ نويو ټاکل شويو سفیرانو د باورلیکونو سپارل شامل وو. د تاس پر اساس، دا په ۲۰۲۶ کال کې د روسیې لومړني رسمي ډیپلوماتیک مراسم وو.

روسیې په اپریل ۲۰۲۴ کې د افغانستان د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژندله.

ډېری هېوادونو لا هم په کابل کې خپل سفارتونه په تخنیکي کچه فعال ساتلي، خو د طالبانو اداره یې په رسمي ډول نه ده منلې، او دلیل یې د بشري حقونو په اړه اندېښنې دي، په ځانګړي ډول پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه.