-
قالیباف: زموږ ډروني او توغندیز توان یوازې د امریکايي او صهیونیسټي یرغلګرو پر وړاندې دی
Mar 05, 2026 12:53پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان مشر ولیکل: دوستو، وروڼو او ګاونډیو هېواونو ته اعلان کوو چې زموږ ډروني او توغندیز توان یوازې د امریکايي او صهیونیسټي یرغلګرو پروړاندې د مشروع دفاع لپاره دی.
-
جنرال شکارچي امریکا ته: داسې ځواب به ترلاسه کړئ چې تر اوسه مو په خپل تاریخ کې نه وي تجربه کړی
Feb 27, 2026 15:36جنرال ابوالفضل شکارچي د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې د هغه خبرې «بېبنسټه، تشې ډوزې او د توهم زېږنده» وبللې او ټینګار یې وکړ چې د واشنګټن هر پاروونکی اقدام به د ایران له قاطع او سخت ځواب سره مخ شي.
-
روسیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزې پر ډیپلوماټیک حل ټینګار کړی
Feb 27, 2026 13:11د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت سلاکار، له افغانستان او پاکستان څخه غوښتي چې د خپلو ترینګتیاوو د حل لپاره ډیپلوماټیکه لار غوره کړي.
-
ملګري ملتونه: تېر کال نږدې ۸ زرو کسانو د کډوالۍ پر لارو ژوند بایللی
Feb 27, 2026 11:05ملګرو ملتونو ویلي چې پروسږکال نږدې ۸ زرو کسانو د کډوالو پر لارو لکه مدیترانې سمندر کې مړه یا ورک شوي چې ښايي د قربانیانو واقعي شمېر خورا پورته وي، ځکه چې د بودیجې کموالی د بشري مرستو او د کډوالو د مړینو د ثبت او تعقیب امکانات محدود کړي دي.
-
ایران د ادراکي علومو په برخه کې د نړۍ د ۲۰ غوره هېوادونو په ډله کې
Feb 26, 2026 11:29پارس ټوډې - ایران د ملاتړ کوونکو پالیسیو او د اکاډمیکو همکاریو د پراختیا پر بنسټ، د ادراکي علومو په علمي تولید کې د نړۍ د ۲۰ غوره هېوادونو په ډله کې ځای لري.
-
د انرژۍ او ټرانسپورټ په برخه کې د ایران او روسیې د همکاریو ۱۳ برابره زیاتوالی
Feb 20, 2026 01:19پارسټوډې – د روسیې د انرژۍ وزیر اعلان وکړ چې د ایران او روسیې ګډې پروژې په تېرو ۱۱ میاشتو کې د تېر کال په پرتله ۱۳ برابره زیاتې بریالۍ وې، او همکارۍ په اټومي انرژۍ، ټرانسپورټ او کرنې برخو کې دوام لري.
-
په غزه کې د امریکا د ۵۰۰۰ کسانو پوځي اډې طرحه افشا شوه
Feb 20, 2026 00:58پارسټوډې – ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ دولت د “غزې د سولې شورا” په نوم د یوې طرحې له مخې د غزې په جنوب کې د ۵۰۰۰ کسیزې پوځي اډې د جوړولو پلان تر څېړنې لاندې نیولی دی.
-
اروپا په امریکا باندې د پوځي اړوندوالي د کمولو هڅه کوي
Feb 16, 2026 04:52ایرنا خبري اژانس راپور راکړی تیر کال سپینې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرامپ له بیرته ستنیدا وروسته د اټلانټیک ورهاخوا اړیکې له تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي او د ګرینلینډ د نیولو لپاره د امریکا د ولسمشر ترامپ له هڅې وروسته د ناټو اتحاد له لارې د اروپا ساتنې ته د واشنګټن د ژمنې په هکله د اروپایانو شکونه په اوڅاره توګه زیات شوي دي.
-
د اټومي مذاکراتو په اړه له عراقچي سره د قبرس د بهرنیو چارو د وزیر ټلفوني خبرې
Feb 14, 2026 05:57د قبرس د بهرنیو چارو وزیر کنستانتینوس کمبوس چې هېواد یې دا مهال د اروپايي ټولنې پړاویز مشرتوب پر غاړه لري، د جمعې په ورځ له سید عباس عراقچی سره په ټلفوني اړیکه کې، د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي مذاکراتو د نوې دورې د پیل هرکلی وکړ او د خبرو د دوام او د تاوتریخوالي د کمولو پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
-
په غزې کې شاوخوا ۸ زره مړي لا هم تر کنډوالو لاندې دي
Feb 14, 2026 05:45د غزې د ملکي دفاع ادارې ويلي چې شاوخوا ۸ زره مړي لا هم د غزې په بېلابېلو سيمو کې د نړېدلو ودانيو تر کنډوالو لاندې پاتې دي. د دغې ادارې وياند وایي، تر ۳ زرو زيات کسان لا هم نادرکه دي او د هغوی د برخليک په اړه هېڅ ډول کره معلومات نشته.