اروپایان دې د سرزورو قدرتونو په وړاندې خپله خپلواکي وساتي
د ایران او فرانسې د بهرنیو چارو وزیرانو سید عباس عراقچي ا و ژان نوئل بارو د دوه اړخیزو موضوعګانو، وروستیو سیمه اییزو او نړیوالو پرمختګونو او روانو ډیپلوماتیکو بهیرونو په اړه مشورې او نظرونه سره تبادله کړل.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی، د ایران د اسلامي جمهوریت او د فرانسې بهرنیو چارو وزیرانو یو بل سره تلیفوني خبرې وکړې.
په راپور کې وئيل شوي دي ، د ایران او فرانسې د بهرنیو چارو وزیرانو سید عباس عراقچي ا و ژان نوئل بارو د دوه اړخیزو موضوعګانو، وروستیو سیمه اییزو او نړیوالو پرمختګونو او روانو ډیپلوماتیکو بهیرونو په اړه مشورې او نظرونه سره تبادله کړل.
سید عباس عراقچي، او ژان نوئل بارو، په دغو ټيلیفوني خبرو کې د اروپا او ایران ترمینځ دراتلونکي په اړه هم سره خبرې اترې وکړې او وې وئیل چې باید دراتلونکي لپاره د اسې وضعیّت برابر شي ، چې ټول ترې برابره ګټه پورته کړي ، سیمه ایزې او نړیوالې شخړې او ترینګلتیاوې هیڅکله هم د زور او پوځي شخړو له لارې حل کیدونکي نه دي.
دوي دغه راز په راتلونکي کې هم ددواړو هیوادونو د لوړپوړو چارواکو د مشورو او اړیکو د ټينګولو پر دوام ټينګار وکړ.
داپه داسې حال کې دي چې د امریکا سرزورو چارواکو په وروستیو کې یو ځل بیا هڅه کړې چې د انرژئ نړیوال بازار ټيټې هسکې ایران ته متوجه کړي او داسې وبریښوي ، چې ایران د نړئ د انرژئ د بازار د ګډوډولو مسئول دی، حال دا چې د وروستیو درستو ترینګلتیاؤ راپنځونکي همدغه امریکائی سرزوري او وحشی صهیونیسټي چارواکي دي چې د عین خبرو اترو په مینځ کې ئې پر ایران د وه ځله حمل کړي او نړئ ئې له یوې سترې بلاغواړي بحران سره مخ کړې ده.