-
د اروپا او امريکې اقدامات د ايران او آژانس د موافقې لپاره يو خطر
Feb 28, 2021 09:42د ايران د اسلامي شورا د جرګې د بهرني سياست او ملي امنيت د کمېشن د امنيتي کمېټۍ مشر تاکيد وکړ، د اروپا او امريکې اقدامات د ايران او د ايټمي انرجۍ د نړيوال آژانس د موافقې لپاره يو خطر دے.
-
اروپايي اتحادیې د الحاقي پروټوکول د اجرا بندولو ته غبرګون وښود
Feb 26, 2021 04:06اروپايي اتحاديې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د الحاقي پروټوکول د بندولو په لړ کښې د ایران د اسلامي شورا د مصوبې د اجرا لپاره د ایران پریکړې ته غبرګون ښودلې دی.
-
د امریکې کړنلاره نه ده بدله شوې
Feb 26, 2021 01:58د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یو ټویټ په خپرولو سره ټینګار وکړ چې د امریکې په کړنلارې کښې هیڅ بدلون نه دی راغلې.
-
که ضرورت شو نو د یورانیمو پخونه تر ۶۰ فیصدو هم رسولې شو
Feb 23, 2021 01:57د اسلامي انقلاب معظم رهبر وفرمایل: د ایران اسلامي جمهوریت به په ایټمي موضوع کښې له خپلو منطقي دریځونو شاته نه شي او د هیواد د مصلحت او ضرورت له مخې، تر کومې چې ضروري وي، حتی د یورانیمو تر ۶۰ فیصده بډایونې به هم مخ ته لاړ شي.
-
اسلامی انقلاب په اساسی مسئلوکې بهادروځوانانوته رول لوبول ورزده کړل
Feb 20, 2021 12:28د اسلامی انقلاب معظم لارښود په دغه پیغام کې فرمائيلي دي ؛ له تاسو خواږو محصیلیونو تمه کیږي ، چې په دغه له غنیمت ډک فرصت کې ، چې ستاسو په اختیار کې دی ،ځانونه ، لازیات په علمی ، دیني او اخلاقي صلاحیَتونو ښکلي کړئ او رول لوبونې ته تیار شئ ، او داسلامی انجمنونو ټولنې په دې باب لا درندې او البته ویاړمنې دندې لري .
-
ورځپاڼو ته کتنه ۲-۱۲-۹۹
Feb 20, 2021 09:05ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو ځينو مهمو خبرونو ته ستاسو پام راوګرځوو:
-
برجام هله ارزښت لري چې پکښې د نظام ګټه ووينو
Feb 18, 2021 00:59د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر د دفتر رئيس په دې باندې په تاکيد سره چې برجام هله ارزښت پېدا کوي چې مونږ پکښې د نظام ګټه وونيو، وويل: د ايټمي مسئلې په حقله مو له يوې ټولګې سره مودې مودې خبرې اترې وکړې او يوې نتيجې او موافقې ته ورسېدوو نو اوس به د خپلې موافقې په اړه بيا خبرې ونه وکړوو.
-
د ايران په دفاعي پروګرام کښې د ډله ايزې وژلې او ايټمي وسلې ځاے نشته
Feb 17, 2021 08:48د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر په دې باندې په تاکيد سره چې د هېواد په دفاعي پروګرام کښې د ايټمي په شمول د ډله ايزې وژلې وسلې ځاے نه لري او نه به ولري وويل، دا د نظام پرېکنده فېصله ده او ايران نه غواړي چې د ايټمي وسلو ساتونکے وي.
-
برجامي ژمنو ته د دريو اروپائي هېوادونو د ستندو ضرورت
Feb 15, 2021 10:35د ايران د خارجه وزارت وياند وويل، درې اروپائي هېوادونه پکار دے خپلو برجامي ژمنو ته راستانه شي.
-
د اروپایانو زیاته غواړو وېناو ته د ظریف غبرګون
Feb 13, 2021 01:21د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د برجام په مساله کې د ایران په وړاندې د اروپایي هیوادونو په دریځ نیوکې وکړې.