د اروپايانو په فرسوده شوي چلند د ايران نيوکه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i102938-د_اروپايانو_په_فرسوده_شوي_چلند_د_ايران_نيوکه
د ايران د ملي امنيت او بهرني سياست د کمېشن نائب مشر وويل، اروپايان دې خپل فرسوده شوے چلند تکرار نه کړي او په هيڅ وجه حق نه لري د ايران په کورنيو چارو کښې مداخلت وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 12, 2021 11:42 Asia/Kabul
  • د اروپايانو په فرسوده شوي چلند د ايران نيوکه

د ايران د ملي امنيت او بهرني سياست د کمېشن نائب مشر وويل، اروپايان دې خپل فرسوده شوے چلند تکرار نه کړي او په هيڅ وجه حق نه لري د ايران په کورنيو چارو کښې مداخلت وکړي.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې ابراهيم عزيزي د بشري  حقوقو د خلاف ورزۍ په بهانه د ايران د بائيکاټولو لپاره د اروپا د پارلېمان پرېکړليک ته په اشارې سره وويل،د کلونو په اوږدو کښې تل په مختلفو موضوعاتو کښې د اروپانو د دوه رنګه چلند کتونکي يوو، هغوي له يوې خوا د بشري حقوقو شعار ورکوي او بشري حقوقو د ملاتړ نعرې وهي خو له بلې خوا په اروپائي هېوادونو کښې د بشري حقوقو د خلاف ورزيو کتونکي يوو.

هغه زياته کړه، اروپايانو په تېرو کلونو کښې په تېره بيا په هغوورځو کښې چې له ايران سره يې د برجام اېټمي موافقې موضوع مطرح  کړه تل ادعا وکړه چې د ايران او اروپا دوه اړخيزو ملګرتياوې مضبوطوي خو په عمل کښې د هغه څه چې قول او وعده يې ورکړې وه د خلاف ورزۍ او اروپايانو د وعدو او خبرو د خلاف اقدام کتونکي يوو.