امریکا د ملګروملتونو د منشور هیڅ درنښت نه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i102586-امریکا_د_ملګروملتونو_د_منشور_هیڅ_درنښت_نه_کوي
فارس خبري اژانس وايي د اروپا د پارلمان ایرلینډي استازي میک والاس په نولس سوه اته اتیایم (۱۹۸۸) میلادي کال کښې د ایران د مسافر وړونکي الوتکې په نسکورولو کښې د امریکا جنایت ته په اشارې سره وویل واشنګټن د ملګروملتونو منشور او د نړیوالو قوانینو هیڅ احترام نه کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 05, 2021 00:44 Asia/Kabul
  • امریکا د ملګروملتونو د منشور هیڅ درنښت نه کوي

فارس خبري اژانس وايي د اروپا د پارلمان ایرلینډي استازي میک والاس په نولس سوه اته اتیایم (۱۹۸۸) میلادي کال کښې د ایران د مسافر وړونکي الوتکې په نسکورولو کښې د امریکا جنایت ته په اشارې سره وویل واشنګټن د ملګروملتونو منشور او د نړیوالو قوانینو هیڅ احترام نه کوي .

هغه په  ټویټر پاڼه کې د ایران د خلکو پرضد د امریکا د تاوتریخوالي په هکله د خارجه وزیر محمد جواد ظریف د تیرې شنبې ورځې څرګندونو ته په اشارې سره وویل د امریکا امپریالیزم له نولس سوه پینځه څلویښتم (۱۹۴۵) میلادي کال راهسې تراوسه د نړۍ د ټولو هیوادونو په پرتله زیات تاوان رامینځته کړی دی .

د اروپا د پارلمان ایرلینډي استازي میک والای په دې خبرې سره چې امریکا اوس هم د قدرت ، د نفوذ او د مالي ګټو د ترلاسه کولو هڅه کوي او د ملګرو ملتونو د منشور او د نړیوالو قوانینو هیڅ احترام نه کوي په اروپايي اتحادیې غږ وکړ د امریکا له غلیمانه اقداماتو ملاتړ ختم کړي .

د ایران د باندنیو چارو وزیر جواد ظریف په تیرې شنبې ورځ په ټویټر پاڼه  کښې د ایران د مسافر وړونکي الوتکې په نسکورولو کښې چې دوه سوه نوي (۲۹۰) کسان پکښې سپاره وو د امریکا جنایت ته په اشارې سره وویل په اقتصادي ترهګرۍ سره د ایران د خلکو پرضد د امریکا تاوتریخوالی دوام لري .