-
اروپایان ولې په ايران د امريکا او اسرائيلو حملې نه محکوموي.؟
Oct 23, 2025 10:24په اروپائي پارلیمان کې د بیلجیّم استازی په يوې څرګندې غونډې کې د دغه اورګان له استازو څخه پوښتنه وکړه: ولې مونږ اروپایان په ایران د امريکا او اسرائيلو هغه غير قانوني حملې چې پکې زیات شمېر عام ايراني وگړي وژل شوي، محکومې نه کړې.
-
ګارډین: اروپایي اتحادیه د غزې په جګړه کې شریکه وه
Oct 23, 2025 08:49پارس ټوډی – یوې انګلیسي ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ لیکلي: اروپایي اتحادیه نه یوازې د غزې د جګړې پر مهال د فلسطینیانو پر ضد په ترسره شويو جنایتونو کې شریکه وه، بلکې اوس هم غواړي د امریکا د ولسمشر د سولې د وړاندیز شوې طرحې په پلمه د صهیونیستي رژیم د سزا ورکولو له مسوولیت څخه ځان خلاص کړي.
-
د عدالت نړیواله محکمه: اسراییل باید غزې ته د بشري مرستو بندیز لرې کړي
Oct 23, 2025 03:52پارس ټوډې - ، د عدالت نړیوالې محکمې په یوه تاریخي پریکړه کې د اسراییلي رژیم لخوا غزې ته د بشري مرستو د لارې بندول له نړیوال قانونه سرغړونه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو لپاره د مرستې او کار ادارې (UNRWA) لخوا له بې طرفۍ د سرغړونې هیڅ شواهد نشته.
-
د اسراییلو پارلمان د کړکیچونو په منځ کې د لویدیځې غاړې د الحاق قانون تصویب کړ
Oct 23, 2025 02:22پارس ټوډې - د اسراییلو پارلمان (کنسټ) په داسې حال کښې چې په غزې کښې د قرارۍ او ارامښت د ټینګولو هلې ځلې روانې دي، د لویدیځې غاړې د الحاق قانون یوازې د یوې راې په توپیر سره تصویب کړ.
-
په غزه کښې شپږ زره کسان بې درکه دي
Oct 23, 2025 02:14یو فلسطیني مرکز د غزې د دوه کلن جنګ په دوران کښې د دغې سیمې د شپږو زرو کسانو د بې درکه کیدو خبر ورکړ.
-
زیاتره فلسطیني شهیدان د هویت له معلومیدو پرته دفن کیږي
Oct 22, 2025 08:56د فلسطیني اسیرانو د مړو د مدیریت کمیټې غړي په دې خبرې سره چې زیاتره فلسطیني اسیران د سختو شکنجو له امله شهیدان شوي دي، وویل: صهیونیسټي رژيم له مړو سره د هغوي هویتي معلومات نه ورکوي او د امکاناتو د نشتوالي په وجه مجبوری یو چې شهیدان بې له پيژندګلوۍ ښخ کړو.
-
د اسرائیلو تندلاري ګوندونه په لویدیځې غاړې د واکمنۍ د قانون د تصویبولو هڅه کوي
Oct 22, 2025 08:34پارس ټوډی – د صهیونیسټي رژیم کنسټ (پارلیمان) په اوله مرحله کښې په لویدیځې غاړې باندې د نیواکګرو د حاکمیت د اعمالولو وړاندیزي لایحه وڅیړله.
-
مکرون: په غزه کښې اوربند ډیر کمزوری دی
Oct 22, 2025 05:48د فرانسې ولسمشر د غزې د وضعیت د نازکوالي په هکله په خبرداري سره، د سرحدونو د سمدستي خلاصیدو او د انساني مرستو د لیږل کیدو په ضرورت ټینګار وکړ.
-
صهيونستي رسنۍ: د حماس پوځي وړتیا لا هم پاتې ده
Oct 21, 2025 12:09پارس ټوډی - د یوې صهیونیسټي رسنۍ نوې ارزونه ښيي چې د غزې جګړې د حماس پوځي وړتیا له منځه نه ده وړې.
-
خبرونه | غریبآبادي: بریکس او شنګهای د خپلواکه هیوادونو لپاره یو ښه فرصت دی / د ټرمپ د حکومت بندیز دوام لري
Oct 21, 2025 06:59پارس ټوډی – د ایران د خارجه وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال وویل: بریکس او شنګهايي سازمانونه د څواړخیز پالنې په بنیاد ولاړ دي او دا د خپلواکه هیوادونو لپاره یو ښه فرصت ګڼل کیږي.