بقايي: د میناب د جنایتونو عاملان او آمران باید سزا شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i171696-بقايي_د_میناب_د_جنایتونو_عاملان_او_آمران_باید_سزا_شي
پارس ټوډی- د ایران د خارجه وزارت ویاند د میناب په شجره طیبه ښوونځي باندې د حملې د جنایت په هکله په سویټزرلینډ کښې د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د شورا بیړنۍ غونډې ته په اشارې سره وویل: هغه بیګناه ماشومان او د هغوي معلمانې چې په سړه سینه قتل عام شوې، د تیري ګرو د وحشي توب او بې رحمۍ نښه ده.
(last modified 2026-03-27T16:20:14+00:00 )
Mar 27, 2026 20:48 Asia/Kabul
  • بقايي: د میناب د جنایتونو عاملان او آمران باید سزا شي

پارس ټوډی- د ایران د خارجه وزارت ویاند د میناب په شجره طیبه ښوونځي باندې د حملې د جنایت په هکله په سویټزرلینډ کښې د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د شورا بیړنۍ غونډې ته په اشارې سره وویل: هغه بیګناه ماشومان او د هغوي معلمانې چې په سړه سینه قتل عام شوې، د تیري ګرو د وحشي توب او بې رحمۍ نښه ده.

د پارس ټودی د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «اسماعیل بقائي» په ایکس کښې په یو پیغام کښې د ۱۴۰۴ کال د کب په نهمه نیټه به میناب کښې په شجره طیبه ښوونځي باندې په حمله کښې د امریکې د کړي جنایت په هکله په سویټزرلینډ کښې د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د شورا بیړنۍ غونډې ته په اشارې سره ولیکل: دغه حمله یو قصدي اقدام و چې په دوو مرحلو کښې د دوو تاماهاک توغندیو په کارولو سره ترسره شو او موخه یې د ګڼو بیګناه انسانانو وژل وو.

هغه ټینګار وکړ: نړۍ باید د نړیوالو حقوقو، بشري حقوقو او انساندوستانه حقوقو د دې څرګندې خلاف ورزۍ په وړاندې اودریږي، دا د جنګي جنایتونو او د بشریت خلاف د ډیرو جنایتونو یوازې یوه نمونه ده چې په تیرو ۲۸ ورځو کښې د ایران د ولس خلاف د امریکې او اسرائیلو د غیرقانوني جنګ په دوران کښې ترسره شوي دي.