د بامیان والي: ایران له استکبار سره د مقابلې مثال دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i171686-د_بامیان_والي_ایران_له_استکبار_سره_د_مقابلې_مثال_دی
پارس ټودی- د بامیانو والي ویلي دي چې د ایران اسلامي جمهوریت په قدرت او علمي پرمختګ سره، له استکبار سره د مقابلې مثال دی.
(last modified 2026-03-27T09:22:53+00:00 )
Mar 27, 2026 13:49 Asia/Kabul
  • د بامیان والي: ایران له استکبار سره د مقابلې مثال دی

پارس ټودی- د بامیانو والي ویلي دي چې د ایران اسلامي جمهوریت په قدرت او علمي پرمختګ سره، له استکبار سره د مقابلې مثال دی.

پارس ټوډی د فارس خبري آژانس له قوله لیکلي دي، د بامیان ولایت والي ګل حیدر شفق د ۱۴۰۵ تعلیمي کال د پیلیدو په دستورو کښې، د استکبار په وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت اقتدار ته په اشارې سره وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د دیني علومو ترمینځ په ماډرن علمونو او ساینس کښې په پرمختګ سره وتوانیده لویدیځ ته ثابته کړي چې اسلامي هیوادونه کمزورې نه دي او هغوي ته پریکنده ځواب ورکولی شي.

هغه ویلي چې که د ایران توان او د ټیکنالوجۍ پرمختګ نه وی نو امریکا او صهیونیسټي رژیم په په دې خپلو حملو سره، خپلو اهدافو ته رسیدلي وو خو د ایران اسلامي جمهوریت د خپلو طاقت په ښودلو سره اودریده او استکبار یې په ګونډو کړ.

هغه زده کوونکو ته په خطاب کښې وویل: مونږ هم امریکا له خپل هیوادوه وشړله او هغوي مو په خپلو کړو پښیمانه کړل.

د طالبانو دغه والي ویلي چې ضروري ده د ایران د اسلامي جمهوریت په شان ماډرن علومو ته پاملرنه وکړو ترڅو وتوانیږو په لازیات قدرت سره د تیري ګرو مخې ته اودریږو او وښایو چې اسلام او مسلمان هیوادونه کمزوري نه دي.