-
اروپايي ټولنه: ۲۱ میلیون افغانان پاکو اوبو ته لاسرسی نهلري
Dec 23, 2025 01:24د اروپايي ټولنې د اسیا برخې د بشري مرستو ادارې ویلي، افغانستان کې څه باندې ۲۱ میلیون کسان پاکو اوبو ته لاسرسی نهلري.
-
پاکستان ته د څه باندې ۵ زره پسونو د قاچاق مخه نیول شوې
Dec 23, 2025 01:21د کندهار چارواکو ویلي چې، سپینبولدک ولسوالۍ کې د دولتي ادارو او امنیتي ځواکونو په همغږۍ، د څارویو د ناقانونه لېږد پر وړاندې پراخ اقدامات شوي چې پایله کې یې تېرو درېیو میاشتو کې پاکستان ته د ۵زره او ۱۹۸ پسونو د قاچاق مخه نیول شوې.
-
له اسلاماباده تر مسکوه؛ د یلدا د شپې دود، د کلتورونو ترمنځ یو پُل
Dec 22, 2025 09:37پارس ټوډې – د کال تر ټولو د اوږدې شپې (د یلدا شپې) دود، د پاکستان په بېلابېلو ښارونو او مسکو کې د مېشتو ایرانیانو ترمنځ ترسره شو.
-
له هند څخه افغانستان ته په رسمي ډول د درملو واردات پیل شول
Dec 16, 2025 10:38په کابل کې د یوه خصوصي شرکت چارواکي ویلي چې، د یوه معتبر هندي شرکت استازولي پرانیستل کېدو سره، له هنده افغانستان ته د درملو واردات په رسمي ډول پیل شول.
-
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د کرنیزو محصولاتو لپاره شاوخوا ۵۲۵ ګودامونه جوړ کړي
Dec 16, 2025 10:35د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د افغانستان په بېلابېلو سېمو کې د ممیزو، پیازو او کچالو د زیرمه کولو لپاره د شاوخوا ۵۲۵ ګودامونو د جوړېدو خبر ورکړی دی.
-
د طالبانو ټولګټو وزارت : تېره اونۍ له افغانستانه ډېر د انارو جوس بهرته صادرشوي
Dec 16, 2025 10:33د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت وایي چې تېره اونۍ د وسپنې پټلۍ له لارې څه باندې دوه سوه ټنه توکي چې لویه برخه یې د انارو جوس دي بهر ته صادرشوي.
-
د پاکستان او عراق له بندخونو نږدې ۲۳۰ افغان کډوال ازاد شول
Dec 12, 2025 02:23د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان او عراق له بندخونو د ۲۲۸ افغان کډوالو د ازادېدو خبر ورکړی.
-
سږ کال په ټول افغانستان کې د پولیو ۹ مثبتې پېښې ثبت شوي
Dec 11, 2025 03:02د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي ویلي چې، په روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې په ټول افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ نهه مثبتې پېښيې ثبت شوي دي.
-
د حضرت فاطمةُ الزهرا (س) نېکمرغه زوکړه دې ټولو ته مبارک وي
Dec 11, 2025 02:24نن د پنجشنبې ورځ د ۲۰۲۵ میلادي کال د ډسمبر د میاشتې ۱۱مه او د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د جمادي الثاني د میاشتې ۲۰مه نېټه ده چې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه واله وسلم) د ګرانې لور او د نړۍ د شیعه مسلمانانو د لومړي امام امیر المؤمنین حضرت علي بن ابي طالب (علیه السلام) د مېرمنې حضرت فاطمةُ الزهرا (س) له نېکمرغه زوکړې سره سمون خوري.
-
د ژمنو او کړنو ترمنځ ژور واټن؛ د افغانانو په قضیه کې د جرمني حکومت تر پوښتنې لاندې
Dec 11, 2025 01:37پارس ټوډې – د بشري حقونو ګڼو بنسټونو د جرمني حکومت پر «نه ژمنتوب» نیوکه کړې او د منل شویو افغانانو د ژر لېږد او د هغوی د ناڅرګند حالت د پای ته رسولو غوښتنه یې کړې ده.