اروپايي ټولنه: ۲۱ میلیون افغانان پاکو اوبو ته لاسرسی نهلري
د اروپايي ټولنې د اسیا برخې د بشري مرستو ادارې ویلي، افغانستان کې څه باندې ۲۱ میلیون کسان پاکو اوبو ته لاسرسی نهلري.
دغه بنسټ پرون (دوشنبه، د مرغومي په لومړۍ نېټه) پر اېکسپاڼه لیکلي چې افغانستان کې د کلونو جګړو او د اقلیمي شرایطو د خرابېدو له امله اوبو ته لاسرسي کې له محدودیت سره مخ دی.
د اروپايي ټولنې د اسیا برخې د بشري مرستو ادارې زیاته کړې چې پاکو اوبو ته د کورنیو د لاسرسي لپاره پر څاګانو لاسي بمبې نصبوي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا هم دوه ورځې وړاندې ویلي وو، افغانستان کې پرلپسې وچکالۍ د افغانانو ژوند له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.
همداراز د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف تر دې وړاندې ویلي وو، افغانستان کې له ۱۰ څخه ۸ کسان ککړې اوبه څښي.
افغانستان کې د پاکو اوبو نشتوالی یوه جدي ننګونه ګڼل کېږي.
د یادونې وړ ده چې له اقلیمي بدلونونو څخه د افغانستان زیانمنېدو کچه لوړه ده او د چاپیریال ساتنې ملي ادارې له لوري د وړاندې شویو شمېرو پر بنسټ، له دغه بحران سره د مبارزې لپاره ۲۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.