د پاکستان او عراق له بندخونو نږدې ۲۳۰ افغان کډوال ازاد شول
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان او عراق له بندخونو د ۲۲۸ افغان کډوالو د ازادېدو خبر ورکړی.
دغه وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه شمېر افغان کډوال روانه اونۍ ازاد او هېواد ته راستانه شوي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سپینبولدک له لارې ۲۲۴ افغان کډوال چې دوه میاشتې یې د پاکستان په بندخونو کې تېرې کړې وې او ۴ د نیمروز له لارې چې درې میاشتې یې د عراق په بندخونو کې تېرې کړې وې ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د کډوالو وزارت د مالوماتو له مخې، دغه افغانان د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو ریاستونو د انتقالاتو امریتونو کې له ثبت وروسته، مرستې ترلاسه او خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي. خو د کډوالو وزارت دا نه دي ویلي چې دامهال څومره افغان کډوال پاکستان او عراق کې بندیان دي.
د تېرو څو اوونیو په اوږدو کې د پاکستان او عراق له زندانونو نږدې زر افغان بندیان ازاد شوي دي. تېره اونۍ هم د پاکستان او عراق له زندانونو ۱۹۰ افغان بندیان خوشې شوي وو.