-
افغانان دې امریکا ته په کډوالۍ کې له بندیز څخه مستثنا شي
Jan 24, 2025 02:55د افغانانو د تخلیې د ایتلاف مشر شان وان ډایور ویلي، تمه لري چې د امریکا نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکا ته د کډوالو پر ورتګ باندې له لګول شوي بندیز څخه هغه افغانان مستثنا کړي، چې په امریکا کې د مېشت کېدو لپاره یې درخواستونه په جریان کې دي.
-
ترکیې ۳۰ نور افغان کډوال نیولي دي
Jan 08, 2025 08:33د ترکیې پولیسو د دغه هېواد له بېلابېلو ښارونو څخه ۳۰ نور افغان کډوال نیولي دي.
-
سږکال له ۱۰ زرو ډېر کډوال اسپانیا ته د رسېدو په موخه مړه شوي
Dec 27, 2024 10:41په اسپانیا کې د کډوالو د حقونو یوه بنسټ ویلي چې سږکال له ۱۰ زره ډېر کډوال د سمندر له لارې دغه هېواد ته د رسېدو په هڅه کې مړه شوي دي.
-
افغانستان او د ایران له مېلمه پالنې قدرداني
Nov 18, 2024 10:40د افغان طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي، په تېرو څلورو لسيزو کې له ميليونونو افغان کډوالو څخه د ايران د اسلامي جمهوريت د مېلمه پالنې له امله د قدردانۍ ترڅنګ، ټينګار کړی چې کابل د بنديانو د لېږدونې په برخه کې له ايران سره همکارۍ ته ژمن دی.
-
د ایران حکومت پرېکړه کړې، چې ټول قانوني او نا قانونه کډوال تنظیم کړي
Nov 15, 2024 10:10د ایران د عدلیې وزارت مرستیال او د افغان بندیانو د انتقال د کمېټې مشر عسکر جلالیان ویلي چې د ایران د اسلامي جمهوریت حکومت پرېکړه کړې، چې ټول قانوني او غیر قانوني کډوال تنظیم کړي.
-
په ایران کې د افغان کډوالو په اړه د نړیوالې ټولنې نه پاملرنه
Sep 20, 2024 13:38په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دایمي استازي اعلان وکړ چې ایران هر کال د څه دپاسه شپږ میلیونو افغان اتباعو د شتون لپاره، له لسو میلیارډ ډالرو څخه زیاتې پیسې لګوي، خو نړیواله ټولنه دغې بېړنۍ موضوع ته هېڅ پام نه کوي.
-
د بښنې نړېوال سازمان د افغان کډوالو ایستلو په اړه د المان پر پرېکړې نیوکه کړې
Sep 01, 2024 02:51د بښنې نړیوال سازمان له آلمانه د افغان کډوالو ایستلو په غبرګون کې وایي، د ټاکنو په را رسېدو سره د المان حکومت له لوري د کډوالو د ایستلو دغه تګلاره سیاسي ننداره او له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.
-
د سږ کال په دویمو درې میاشتو کې تر نیم میلیون زیات وګړي له افغانستانه وتلي
Jul 19, 2024 03:00د کډوالۍ نړیوال سازمان ويلي چې د روان میلادي کال د دویمو درې مياشتو پر مهال ۵۳۲ زره او ۸۵۴ تنه له افغانستان څخه وتلي.
-
د افغان کډوالو ایستل دې ودورل شي
Mar 27, 2024 08:15د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې د اسلام آباد له خوا د افغان کډوالو د ایستلو پروګرام د ډېرو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي.
-
په تېره لسیزه کې له ۶۳ زرو زیات کډوال مړه او نادرکه شوي
Mar 27, 2024 07:23د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیواله اداره وايي، چې په وروستۍ یوه لسیزه کې لږترلږه ۶۳ زره او ۲۸۵ تنه له خپلو هېوادونو څخه د کډوالۍ په ترڅ کې مړه شوي یا بې درکه شوي دي.