افغانان دې امریکا ته په کډوالۍ کې له بندیز څخه مستثنا شي
(last modified Fri, 24 Jan 2025 01:55:31 GMT )
Jan 24, 2025 06:25 Asia/Kabul
  • افغانان دې امریکا ته په کډوالۍ کې له بندیز څخه مستثنا شي

د افغانانو د تخلیې د ایتلاف مشر شان وان ډایور ویلي، تمه لري چې د امریکا نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکا ته د کډوالو پر ورتګ باندې له لګول شوي بندیز څخه هغه افغانان مستثنا کړي، چې په امریکا کې د مېشت کېدو لپاره یې درخواستونه په جریان کې دي.

د ټرمپ ادارې اعلان کړی چې امریکا ته د کډوالو د ورتګ پروګرام د جنوري له ۲۷مې څخه د درېیو میاشتو لپاره ځنډول کېږي. په دغه موده کې به د امریکا د کورني امنیت وزارت د بهرنیو چارو وزارت سره په مشوره، د تحقیقاتو په پایله کې ولسمشر ته یو راپور چمتو کوي او دا وړاندیز به کوي چې آیا د دغه پروګرام بیا پیلول د امریکا په ګټه دي که نه.

وان ډایور ویلي، له دې امله، "عام امریکایان، افغانان، پخواني پوځیان او ټول هغه کسان چې له افغانانو سره یې اوږه په اوږه کار کړی او هغه کسان چې د خپلو کورنیو غړو ورتګ ته په تمه دي، اندېښمن دي."

د افغانانو د تخلیې د ایتلاف د دغه مسئول په خبره، له ۱۵۰ زره څخه تر ۲۰۰ زرو افغانان په دې تمه دي چې د کډوالۍ کیسونه یې بشپړ او امریکا ته ولاړ شي.

هغه زیاته کړې: "موږ د افغانانو د وفادارۍ پوروړي یوو او موږ باید بیرته د هغوی حق پوره کړو او ولسمشر ټرمپ په دې وفادارۍ پوه دی. نو موږ هیله لرو چې دا به یوه تېروتنه وي چې کولای شو بیرته یې اصلاح کړو او موږ ژمن یو چې ډاډ ترلاسه کړو چې ټول د دې کار پر پایلو پوه وي، او موږ به په دې اړه ډېر روښانه اوسو."