افغانستان او د ایران له مېلمه پالنې قدرداني
https://parstoday.ir/ps/news/event-i154398-افغانستان_او_د_ایران_له_مېلمه_پالنې_قدرداني
د افغان طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي، په تېرو څلورو لسيزو کې له ميليونونو افغان کډوالو څخه د ايران د اسلامي جمهوريت د مېلمه پالنې له امله د قدردانۍ ترڅنګ، ټينګار کړی چې کابل د بنديانو د لېږدونې په برخه کې له ايران سره همکارۍ ته ژمن دی.
(last modified 2024-11-18T09:43:35+00:00 )
Nov 18, 2024 14:10 Asia/Kabul
  • افغانستان او د ایران له مېلمه پالنې قدرداني

د افغان طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي، په تېرو څلورو لسيزو کې له ميليونونو افغان کډوالو څخه د ايران د اسلامي جمهوريت د مېلمه پالنې له امله د قدردانۍ ترڅنګ، ټينګار کړی چې کابل د بنديانو د لېږدونې په برخه کې له ايران سره همکارۍ ته ژمن دی.

امیرخان متقي په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزارت د نړیوالو چارو او بشري حقونو له مرستیال عسکر جلالیان سره په کتنه کې، د دوه اړخیزو اړیکو، په ایران کې د افغان کډوالو او بندیانو د وضعیت او د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او سیمه ایزو همکاریو په تړاو خبرې اترې کړي دي.

د ایران اسلامي جمهوریت په تېرو څلوېښتو کلونو کې، د افغانستان د میلیونونو کډوالو کوربه توب کړی او د پام وړ خبره دا ده چې، دوی هېڅکله په کمپونو کې نه وو، بلکې په وړو او لویو ښارونو کې د ایراني وګړو تر څنګ ژوند کړی او لکه د ایران د اتباعو په څېر، له ټولو امکاناتو او اسانتیاوو برخمن وو.

له همدې امله، افغان کډوال وتوانېدل چې تر لوړو کچو د لوړو زده کړو تر څنګ، په ودانیزو او صنعتي چارو کې هم بېلابېل مهارتونه زده کړي. له همدې امله، هغه افغان کډوال چې بیرته خپل هېواد ته ستنېږي، د افغانستان د ودانیزو پروګرامونو په پلي کولو کې له خپلو زده کړو او مهارتونو څخه هم کار اخلي. د ایران په اسلامي جمهوریت کې د مېشتو افغان کډوالو په منځ کې هغه کسان شامل دي چې په قانوني توګه ایران ته داخل شوي دي او د هویت اړین اسناد هم لري.

هغه کسان چې په ناقانونه توګه د ایران اسلامي جمهوریت ته داخل شوي دي، نه یوازې دا چې نه منل کېږي، بلکې باید له د ایران له اسلامي جمهوریت څخه ووځي او بېرته افغانستان ته ستانه شي. په ایران کې د افغان اتباعو غیر قانوني حضور، چې په افغانستان کې د تېرو درېیو کلونو له سیاسي بدلونونو وروسته په چټکۍ سره زیات شوی، په ایران کې د غیرقانوني کارونو د زیاتېدو لامل هم شوی دی، له دې امله، ټاکل شوې چې په راتلونکو دوو میاشتو کې تر زرو زیات افغان بندیان افغانستان ته ستانه کړل شي، څو د خپل محکومیت دوره په خپل هېواد کې تېره کړي.

د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر هم، خپل هېواد ته د افغان بندیانو د ورستنېدو په لړ کې، د ایران له اسلامي جمهوریت سره د ملګرتیا لپاره د کابل پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.

د ایران اسلامي جمهوریت په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ راهیسې، له دغې ډلې سره ښه همکاري لري. که څه هم افغان طالبانو په افغانستان کې نسبي امنیت ټینګ کړی دی، خو دې ته په پام سره چې د ایران اسلامي جمهوریت تل په سیمه کې د باثباته او تلپاتې امنیت پر موضوع ټینګار کړی دی، نو دواړه لوري په بېلابېلو برخو په تېره بیا په امنیتي برخو کې، د اړیکو پر پراختیا ټینګار کوي.