-
د نجونو پر زده کړو د محدودیت ختمولو لپاره شرعي جواز ته اړتیا ده
Aug 18, 2025 03:52په داسې حال کې چې په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د نجونو په زده کړو د طالبانو محدودیت لا هم په خپل ځای دی، د طالبانو حکومت ویاند وايي، په دې مسله لا هم کار روان دی تر څو کره شرعي جواز ترلاسه شي.
-
لاریجاني: د ایراني توغندیو باران اسراییل ناهیلې کړ
Aug 18, 2025 03:49پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د عالي شورا منشي وویل: اسراییلیانو تر ټولو ډیرې دفاعي وړتیاوې درلودې، خو د جګړې په منځ کې د ایراني توغندیو باران دوی په بشپړ ډول نا هیلې کړل.
-
حامدکرزي پاکستان کې د سېلابونو له امله پر اوښتو زیانونو اندېښه ښودلې
Aug 18, 2025 03:46د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي د پاکستان په پښتونخوا او ګلګت کې د مرګونو سېلابونو له امله د ځاني او مالي زیانونو له کبله خواشیني څرګنده کړې ده.
-
افغانستان او ازبکستان د ۲۴۳ میلیون ډالرو په ارزښت د برښنا تړونونه لاسلیک کړل
Aug 18, 2025 03:39د افغانستان د برښنا شرکت له دوو ازبکستاني شرکتونو سره د ۲۴۳ میلیون ډالرو په ارزښت د برښنا لېږد د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک کړل.
-
د افغان سرې میاشتې ټولنه د راستنېدونکو د وضعیت د ښه کولو لپاره د نړیوالو مرستو پر زیاتولو ټینګار وکړ
Aug 18, 2025 02:59د افغان سرې میاشتې ټولنه وايي چې د دې ټولنې عمومي رییس د نړیوال فدراسیون د آسیا-پاسیفیک سیمې له مشر او په افغانستان کې د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون له مشر سره په یوه آنلاین غونډه کې د راستنېدونکو او اړمنو کورنیو د وضعیت د ښه کولو لپاره د نړیوالو مرستو پر زیاتولو ټینګار وکړ.
-
په افغانستان کې د ترهګرۍ د ملاتړ تورونه بېبنسټه دي
Aug 17, 2025 02:39د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون تورونه رد کړل او ټینګار ئې وکړ چې د طالبانو حکومت د دوحې د تړون له مخې خپلو وعدو ته ژمن دی او افغانستان د هیڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی.
-
له ټرمپ سره خبرې جوتې او معنادارې وې
Aug 17, 2025 02:36د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا له کرغیړن ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په الاسکا کې له لیدو او خبرو اترو وروسته ووئيل؛ دا خبرې جوتې او معنا لرونکې وې او مسکو ئې اړینو پریکړو ته نږدې کړ.
-
د ارمنستان او ایران د ملي امنیت مسئولانو د تهران-ایروان ترمینځ دملګرتیاپه اړه خبرې کړې
Aug 17, 2025 02:32پارس تودي - د ایران او ارمنستان د ملي امنیت شوراګانو مسئولانو د دواړو هېوادونو ترمینځ د دوه اړخیزو ملګرتیاو په اړه خبرې اترې کړې.
-
په کشمیر کې د فلسطین له خلکو سره بیا پیوستون اعلان شو
Aug 17, 2025 02:06پارس تودي - د هند په شمال کې د کشمیر په غرني ښار کارګیل کې زرګونو خلک سړکونو ته ووتل او د غزې تړانګې له مظلومو فلسطینیانو سره ئې خپل پیوستون اعلان کړ.
-
ایران په جنوبي قفقاز کې د سولې او ثبات ملاتړ ته ژمن دی
Aug 17, 2025 01:54پارس تودي - د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د پرون په ماښام یوه یادښت کې لیکلي چې تهران په جنوبي قفقاز کې د سولې او ثبات ملاتړ ته ژمن دی او د ارمنستان امنیت، هوساینه او پرمختګ د ایران غوښتنه ده.