په افغانستان کې د ترهګرۍ د ملاتړ تورونه بې‌بنسټه دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i163502-په_افغانستان_کې_د_ترهګرۍ_د_ملاتړ_تورونه_بې_بنسټه_دي
د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون تورونه رد کړل او ټینګار ئې وکړ چې د طالبانو حکومت د دوحې د تړون له مخې خپلو وعدو ته ژمن دی او افغانستان د هیڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی.
(last modified 2025-08-16T22:12:07+00:00 )
Aug 17, 2025 02:39 Asia/Kabul
  •     په افغانستان کې د ترهګرۍ د ملاتړ تورونه بې‌بنسټه دي

د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون تورونه رد کړل او ټینګار ئې وکړ چې د طالبانو حکومت د دوحې د تړون له مخې خپلو وعدو ته ژمن دی او افغانستان د هیڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی.

د تسنیم خبري اژانس د د راپور له مخې، د افغانستان  د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر «سراج‌الدین حقاني» د ځینو هېوادونو لخوا د افغانستان پر ضد د ترهګرۍ د ملاتړ تورونه رد کړل او وې ویل: «ځینې هېوادونه د خپلو سیاسي موخو لپاره افغانستان  له ترهګرۍ پر ملاتړ تورنوي، حال دا چې دا تورونه بې‌بنسټه دي. طالب حکومت د دوحې تړون ته ژمن دی.»

هغه د اختلافاتو د حل لپاره د سیاسي لارو چارو یادونه وکړه او زیاته ئې کړه: «هغه کسان چې له  اوسني نظام سره ستونزه لري،  د خبرو اترو له لارې هیواد ته راتللی  شي ، البته د نورو داخلي ستونزو حل د هغوی پر غاړه دی.»

د  افغانستان د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په بهر کې مېشتو افغانانو ته بلنه ورکړه چې بېرته افغانستان ته  ستانه شي او  اوس  په افغانستان کې بشپړ اسلامي نظام حاکم دی او هیڅوک د خپل تېر  عمل له امله نه پوښتل کیږي.

حقاني زیاته کړه: «هیڅوک نشي کولی د بل حق تر پښو لاندې کړي او اوسنی نظام د هر وګړي  غوښتنې په ټاکلي وخت کې حل کوي.»

هغه د اګست ۲۴ ، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو ورځ، د «افغانانو د قربانیو پایله» وبلله او ویې ویل: «آزادي تر ټولو ستر نعمت دی او یوازې هغه څوک ئې ارزښت پېژني چې د نیواک  درد او رنځ ئې تجربه کړی وي.»

حقاني څه موده وړاندې په اروپا کې مېشتو یو شمېر افغان علمي او کلتوري شخصیتونو سره په لیدنه کې ټینګار کړی و چې نړۍ باید دا حقیقت ومني او ورسره عادت  کړي چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی، نو ځکه لکه څنګه چې  د طالبانو حکومت د نورو هېوادونو په داخلي چارو کې مداخله نه کوي، دا هم نه مني چې نور داسې امرونه وکړي چې زمونږ  له ملي حاکمیت سره سمون ونلري.

حقاني زیاته کړې وه: د حکومت دروازې د ټولو خیرغواړو  لپاره خلاصې دي او د طالبانو حکومت به د افغانستان د ستونزو د حل لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.