-
الحوثي: ایران د صهیونیسټانو دسیسو پر وړاندې ولاړ دی
Feb 12, 2026 03:48د یمن د انصارالله غورځنګ مشر، د ایران د اسلامي انقلاب د بریا د کلیزې په مناسبت په یوه بیان کې ټینګار وکړ چې ایران د صهیونیسټانو دسیسو پر وړاندې ټینګ ولاړ دی.
-
د پاکستان ځانګړي استازي له ریچارډ بېنټ سره د افغانستان په اړه غږېدلی
Feb 12, 2026 03:45د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي چې په افغانستان کې یې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ سره لیدلي او د دغه هېواد پر اوسني وضعیت یې خبرې کړې دي.
-
برېتانیا کې یو افغان پناه غوښتونکی پر ۱۲ کلنه نجلۍ د جنسي تېري مجرم وپېژندل شو
Feb 11, 2026 08:18زمونږ خبریال راپور راکړی یو افغان پناه غوښتونکی د برېتانیا په نونیټون ښار کې د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ تښتونې او جنسي تېري په تور مجرم وپېژندل شو.
-
د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندنې لپاره خبرې روانې دي او ډېرې به نه اوږدېږي
Feb 11, 2026 08:09زمونږ خبریال راپور راکړی په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیګدلي وایي، د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په تړاو خبرې روانې دي او دا بهیر به ''ډېر اوږد وخت و نه نیسي''.
-
د اسلامی انقلاب د بریالیتوب۴۷کلیزه دې پر ټولو مبارک وي
Feb 11, 2026 02:36د تهران ریډیو درست کارکونکي د یوم ا... د ولولناکې او پرتمینې ورځې په مناسبت د نړئ درستو پتمنو په تیره بیا د ایران انقلابی او شجاع ولس ته د زړه له کومې مبارکي وائي.
-
ملګری ملتونه هیله مند دي چې د ایران او امریکا خبرې اترې کومه نتیجه ولري
Feb 11, 2026 02:27د ایران او امریکاترمینځ په وروستیو غیر مستقیمو خبرو اترو کې، د ایران او امریکا مذاکراتي ډلو خپل نظرونه، ملاحظات او دریځونه د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدی له لارې یو بل ته رسولي دي. دواړه خواؤ دغه خبرې اترې «ښې بللې او د دغو خبرو د دوام لپاره ئې هیله څرګنده کړې ده.
-
امرریکائي رسانئ وائي،ټرمپ د امریکا د ملی امنیت لپاره یو داخلی ګواښ دی
Feb 11, 2026 02:17پارس ټوډی - یوې امریکایي رسنۍ چې له کانګریس سره تړاو لري، په یوه کم ساري تحلیل کې، ډونالډ ټرمپ یوازې د سیاسي چلنج نه بلکې د امریکا د ملي امنیت لپاره د یوه ترټولو لوي ګواښ په توګه بللی دی. دغې رسنۍ لیکلي دي چې د ټرمپ د سیاستونو پایلې یوازې د کانگریس په توازن او د قدرت د سیاسي جوړښت په بدلون سره پيزواني کیدالی شي.
-
په افغانستان کې د میئندو او ماشومانو د خوارځواکۍ په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي
Feb 11, 2026 01:37د خوړو نړیوال پروګرام WFP په دغې اعلامیې کې زیاتوي چې دغو افغانانو ته د خوړو د برابرولو ژوندژغورونکو عملیاتو ته دوام ورکوي او له مئیندو او ماشومانو سره ئې مرسته کوي څو د سمدستي علاج د موندلو لارې چارې وروښئي.
-
له ایران سره د اړیکو د راتلونکي په اړه د افغانستان د حکومت نظر مثبت او پراخیدونکی دی
Feb 11, 2026 01:29ډاکټر محمد نعیم وردک پخپلې وینا کې افغانستان او ایران د دوو ګاونډیو هیوادونو په توګه تشریح کړل چې ژورې تاریخي، کلتوري، ژبني او تمدني ریښې لري چې تل د تاریخ په اوږدو کې څنګ په څنګ ژوند کوي.
-
له ګرینلنډه تر تعرفو؛ مکرون د امریکا پر وړاندې د اروپا د ستراتېژۍ د بیا تنظیم غوښتنه وکړه
Feb 10, 2026 13:43پارسټوډې – د فرانسې ولسمشر د اروپا او امریکا د اړیکو اوسنی حالت د «ګرینلنډ شېبه» وبللو او خبرداری یې ورکړ چې اروپایي ټولنه باید له واشنګټن سره د تاوتریخوالي د لنډمهالي کمېدو ته د تلپاتې بدلون په سترګه و نه ګوري، بلکې باید د امریکا له لوري د فشار، سیالۍ او آن ستراتېژیک تقابل یوې دورې ته ځان چمتو کړي.