-
روسیه د پاکستان د هوائي ځواک تخنیکی پشتیبانۍ ته چمتو ده
Oct 30, 2024 02:53د روسیې فیډریشن مرستیال دفاع وزیر له پاکستان سره د پوځي ملګرتیاؤ په اهمیّت په ټينګار سره ووئیل،چې هیواد ئې د پاکستان دهوائي ځواک د اړتیا وړ تجهیزاتو دتامینولو او دتخنیکي ملاتړ لپاره تیار دی.
-
د جرمني سفیر دایران خارجه وزارت ته احضار شو
Oct 30, 2024 01:33سحاب – د ایران خارجه وزارت د ایران داسلامی جمهوریت د قضائي صلاحیّتونو سره په رابطه کې د برلین دځينو چارواکو په لاسوهونکو دریځونو باندې په اعتراض کې په تهران کې د جرمني سفیر احضار کړ.
-
له ایرانه د ناقانونه اتباعو په ایستلو ټینګار
Oct 29, 2024 10:11د ایران د اسلامي جمهوریت د پولیسو مشر قومندان یوځل بیا ټینګار وکړ چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال تر پاې پورې دوه میلیونه مدرک نه لرونکي کډوال له ایرانه ایستل کیږي.
-
پر نتنیاهود صهیونسټانو سخت ټکونه،له ځانه وشرمیږه
Oct 28, 2024 11:57سحاب – د صهیونیسټي بندیانو یو شمیر کورنیو د جنایتکار صهیونیسټي رژیم د لومړي وزیر د وینا دستورې ترینګلي کړې او پر هغه ئې حمله وکړه.
-
د افغانستان حکومتي اورګانونه له داخلی تولیداتو څخه استفادې ته پابنده دي.
Oct 28, 2024 11:16د افغانستان د طالبانو د سرپرست حکومت مشرتابه له سوداګرۍ د ملاتړ او له خصوصي سیکټر سره د ښه تعامل په اړه دوه ماده ییز فرمان صادر کړی دی. په دې فرمان کې د جغرافيايي موقعّيت، د هېواد اقتصادي اهميت، د سيمې وروستي اقتصادي او سياسي بدلونونو، د سوداګرۍ د معياري کولو، د صادراتو د ډېروالي او د ګاونډيو، سیمه ایزو او نړیوالو هېوادونو سره د پایه دارو سوداګریزو اړیکو د رامنځته کولو، د خصوصي سکټر او کورنیو توليداتو د هڅولو او ملاتړ په پام کې نیولو سره یو شمېر مراتب منظور شوي دي.
-
د فلسطین ملاتړو په میشیګان کې د کاملا هریس ویناغوڅه کړه
Oct 28, 2024 09:51د امریکا یوه فعال سره دنورو لسګونو ملګرو دامریکا د ولسمشرۍ د ډیموکراټانو د کاندیدې کاملا هریس د وینا په وخت په غزې کې د صهیونیسټي رژیم دنسل وژنې دجنګ د ختمولو غوښتو سره وینا غوڅه کړه.
-
د پاکستان په کورمې کې د وړو ټریلر له چور کولو وروسته د ترهه ګرو د ایف دوه ماموران هم ووژل شول
Oct 28, 2024 09:36د چارخیلو سیمې ورانکارو پرون ناوخته په داسې حال کې چې په جومات کې ئې د جمې لمونځ ادا کړ ،د جمې امام په ماښام لمانځه پسې خلکو ته د یوې فتوا په ورکولو سره اعلان وکړچې له لمانځه فوري وروسته هیڅوک کور ته لاړ نشي ، په لاره کې د پاراچنار د خلکو له وړو ډک یو ټریلر روان دی چې باید چور شي.نو دخدای په بارګاه کې په جمې سره له سجدو وروسته د الله اکبر په شعار سره د پاراچنار د خلکو لپاره د وړو ډک ټریلر په یوهیړ چور کړ او کابو اوه سوه څلویښت بورئ ئې له ځانه سره یوړی .
-
وحشي صهیونیسټي رژيم له محاسباتي تیروتنې سره مخ شوی دی
Oct 27, 2024 12:27د اسلامی انقلاب معظم لارښود ووئيل؛ د صهیونیسټ رژيم مشران د ایران د اسلامی جمهوریت په باب له محاسباتي تیروتنې سره مخ دی ، ځکه چې د ایران ملت او ځوانان نه پيژني او تراوسه پورې نه دی توانیدلی ددغه ملت په نوښت،توانمنئ ،قدرت او ارادې باندې په سمه توګه پوه شي.
-
کابل کښې چاودنې ۱۱ تنه ژوبل کړل
Oct 24, 2024 01:57پرون مازیګر په کابل کښې یوه چاودنه وشوه چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۱ کسان زخمي شوي دي.
-
د امریکا پخوانی پوځي افسر؛د سنوار په شهادت سره د حماس هوډ او شجاعت نوره هم زیات شوی دی
Oct 22, 2024 11:57پارس ټوډې – د امریکا د پوځ یوه پخواني استخباراتي افسر له ؛الغد؛ټيلیویژني چینل سره په یوې مرکې کې د یحیی السنوار له شهادته وروسته د حماس غورځنګ د نه کمزوري کیدا دلیلونه وړاندې کړي دي.