د طالبانو د عامې روغتیا وزیر ایران ته راغلی دی
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي، د روغتیا او درملنې په برخه کې پر همکارۍ د خبرو لپاره پرون ایران ته راغلی دی.
په کابل کې د ایران سفارت په ایکس پاڼه کې تاییده کړې چې دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي تعاملاتو او همکاریو د پراختیا په هدف شوی دی. سره له دې، د دې سفر د پروګرامونو یا رسمي لیدنو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
د راپورونو له مخې، د افغانستان د روغتیا وزیر به د سفر په ترڅ کې په تهران کې د ایران په نړیوالې روغتیايي نندارتون «ایران هِلت» کې هم ګډون وکړي.
په ایران هلت نندارتون کې د افغانستان د دولتي برخې او خصوصي شرکتونو استازي، په ځانګړي ډول د روغتونونو او د درملو تولیدوونکو او واردوونکو شرکتونو استازي د ۱۲۰ بهرنیو پلاوو په ډله کې برخه اخلي. ټاکل شوې چې دوی له ایراني شرکتونو سره چې طبي وسایل، درمل او د لیبارټریو ر وسایل تولیدوي، او همداراز له مسوولانو سره دوه اړخیزې ناستې ولري.