-
تهران کښې نن د کابل د شهیدانو لمانځغونډه ترسره کیږي
May 11, 2021 01:52د کابل د وروستۍ ترهګرې پیښې د شهیدانو په یاد کښې نن په تهران کښې یو لړ دستورې ترسره کیدونکې دي.
-
باجوا او عبد الله د افغانستان د صلحې د مذاکراتو په پیلیدو تاکید وکړ
May 11, 2021 01:46د پاکستان د پوځ قومندان او د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر د افغانستان د صلحې د مذاکراتو زرترزره پیلیدل، د دغه هیواد د کړکیچ د هواري لپاره ضروري وبلل.
-
لغمان ولایت کې له شپیتو زیاتو طالبانوته مرګ ژوبله واوښته
May 11, 2021 00:27د طالبانو ډلې څه باندې شپیته وسله وال د افغانستان په لغمان ولایت کښې مړه او ژوبل شوي دي
-
په کابل کې پرښونځي بوږنونکي حملې دبشریّت روح زخمي کړی
May 10, 2021 10:02آیا دخپلو کتابونو او کاپیو ترڅنګ دبې ګناه او معصومو زده کونکو په وینو کې لیت پیت دجنازو زړه راکښونکی صحنې د بشري حقوقو مدعیان او مدني ټولنې راويښې کړي ؟
-
په ارزوګان اوپروان کې هم چاودنو دلسګونوکسانو وینه بهولي
May 10, 2021 08:27طالبانو ډلې د یوې خبرتیا په خپرولو سره دغه شان کارونه دنیواکګرو او دهغوي دپيّلو داعشي جنایتکارو کار بللی دی ،حال دا چې د ښونځي په وړاندې د غمیزې پړه حکومتي ادارو پر طالبانو اچولې ده .
-
د فلسطین آرمان دایران د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته چورلیزتوب وموند
May 10, 2021 11:19شیخ نعیم قاسم په قدس کې او په شیخ جراح کوڅې کې د فلسطنیانو وروستي اقدامات ، دبریالیتوب او عزت مظاهر بللی او له وحشي صهیونیسټي رژيم سره ئې د سازباز کونکو هیوادونو په دریځونو په نیوکو سره وئیلی دي ، دغه هیوادونه په تیرو لسیزو کې د قدس د آزادۍ په لړ کې د حرکت دسستیدا اصلی عامل وو.
-
په افغانستان کې په تیرو۲۴ساعتونو کې په نښتوکې ۲۳۰ عام خلک وژل شوي دي
May 10, 2021 11:04د ملګروملتو او همداراز دسیمې د هیوادونو پشمول له درستو نړیوالو اورګانونو او ټولنو غوښتل شوي دي ، د جنګ جګړو دختمولو لپاره دې ددغه هیواد ولس سره مرسته وکړي .
-
په دفاعي سسټمونو کې مو ډير زیات پرمختګونه کړي دي
May 10, 2021 10:49حاجي زاده وئیلي دي ، نو ځکه خو نن سبا په څو مرحلو کې چې په تیرو وختونو کې ئې شاهدان وو، دغې قوماندانۍ بشپړ کنټرول ترلاسه کړی دی . او په دغې حوزې کې لازیات بدلونونه راغلي دي .
-
په ایران کې نور ۳۵۱ کسان د کرونا قرباني شول
May 10, 2021 10:34په دغې اعلامیې کې همداراز وئیل شوي دي په ایران کې تر دې دمه په درملنې پسې دوه میلیون یو لک اوه ویشت زره دوسوه ککړ کسان ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .
-
په کابل کې پرښونځي بوږنونکي حمله دتکفیریانو داحیاء لپاره دامریکایانو دسیسه ده
May 10, 2021 10:19دغه غمجنه پيښه، په داسې شرائطو کې چې امریکایان دځینو شواهدو او نښو نښانو په اپوټه له افغانستانه د وتلو دپیلولو مدعی دي ، له ټولو زیات سپينه ماڼۍ اصلی تورنه ګڼي چې افغانستان ته ئې له سورئې او عراقه دداعشي تکفیریانو په منتقلولو او دترهه ګرو جنایتونو دترسره کولو لپاره ئې د وسلو ،فکري او مالي ملاتړونو لپاره دخپلو سیمه ایزو ملاتړو د ملګرتیا د جلبولو لپاره له افغانستانه د امریکائي ترهه ګر پوځ دویستلو په بڼه کې دغه هیواد ته د جنګ او ناکراریو دبیرته د ستنولو په لټه کې دي .