په کابل کې پرښونځي بوږنونکي حملې  دبشریّت روح  زخمي کړی 
https://parstoday.ir/ps/news/world-i100120-په_کابل_کې_پرښونځي_بوږنونکي_حملې_دبشریّت_روح_زخمي_کړی
آیا  دخپلو کتابونو او کاپیو  ترڅنګ دبې ګناه او معصومو زده کونکو  په وینو کې لیت پیت دجنازو زړه راکښونکی صحنې د بشري حقوقو مدعیان او مدني ټولنې راويښې کړي ؟  
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 10, 2021 10:02 Asia/Kabul
  • په کابل کې پرښونځي بوږنونکي حملې  دبشریّت روح  زخمي کړی 

آیا  دخپلو کتابونو او کاپیو  ترڅنګ دبې ګناه او معصومو زده کونکو  په وینو کې لیت پیت دجنازو زړه راکښونکی صحنې د بشري حقوقو مدعیان او مدني ټولنې راويښې کړي ؟  

 ایرنا خبری اژانس راپور ورکړی ،  د اسلامی مذهبونو دنزدیوالي نړیوالې ټولنې  نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلي دي ،په داسې حال کې  چې تمه کیدله ،  د افغانستان د سولې اوږدې اوستومانه کونکي خبرې اترې ، بلاخره د جنګ جګړو دختمیدا او د دغه هیوادد شریف او لوي ملت لپاره آرامښت او امنیت ډالۍ کړي ، ،هغه سپير او ځيږ حرکتونه   چې  د قومي ، توکمي او مذهبي  اختلافاتو د اور د  لمبو دزیاتولو  او دسولې د خبرواترو د بې لارې کولو په موخې سره ترسره  شوي ، له هیڅ یو ه انساني ، اخلاقي  اصولو او دبشری حقوقو له مقرراتو سره  سمون نه  خوري ، دغه جنایتونه په سیمې کې یوازې د صهیونزم  او سترې شیطانې امریکاد لاسپوڅو  او جنایتکارو تکفیریانو په ناپاکو لاسونو سره کیدلی شي . 

 د مذهبونو د نزدیوالي د نړیوالې ټولنې په اعلامیې کې وئيل شوي دي ، آیا  دخپلو کتابونو او کاپیو  ترڅنګ دبې ګناه او معصومو زده کونکو  په وینو کې لیت پیت دجنازو زړه راکښونکی صحنې د بشري حقوقو مدعیان او مدني ټولنې راويښې کړي ؟   د کابل دښونځي پيښه  او له دې  څو ورځې مخکې  د لوګر ولایت د پل عالم ښار پیښه  او همداراز د افغانستان په نورو سیمو کې  بوږنونکي پيښې  او چاودنې  دروژې په مبارکې میاشتې کې څه توجیه لري .؟بې شکه   ناکرار او بې ثباته افغانستان به  ترهه ګر خپلو سپیرو او ځيږو  موخو ته لانزدې کړي .

په دغې اعلامیې کې همدرااز راغلي دي ، د افغانستان د دوست او ورور  هیواد له حکومت او دامنیتی  اورګانونو له مسئولانو په دې اړه د لازیاتو هلو ځلو تمه کیږي  او باید په لومړي فرصت  کې  او د پيښو په جدي بللو سره دې ددغو بوږنونکو پيښو عاملان  چې د بشریّت روح ئې زخمي کړی ، وپيژني او  عبرت اخستونکي سزا دې ورکړي .