په ایران کې نور ۳۵۱ کسان د کرونا قرباني شول
په دغې اعلامیې کې همداراز وئیل شوي دي په ایران کې تر دې دمه په درملنې پسې دوه میلیون یو لک اوه ویشت زره دوسوه ککړ کسان ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران دروغتیائي چارو وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ، په تیرو شواروز کې په درست ایران کې په کرونا ککړو نورو درې سوه یو پنځوس کسانو خپل ژوندله لاسه ورکړی ، چې له دوي سره تر دې دمه په ایران کې دکرونائي قربانیانو شمیر پنځه اویا زره دوه سوه یو شپیته تنو ته رسیدلی دی .
دغه راز په تیر و ۲۴ساعتونو کې د تشخیص د نړیوالو معیارونو په اساس په هیواد کې په کرونا نور اتلس زره څلور سوه اته ککړ کسان پيژندل شوي چې له دوي دوه زره پنځه سوه اولس ککړ کسان په روغتونونو کې بستري شوي او له دوي سره په درست هیواد کې په کرونا د ککړو کسانو شمیر دوه میلیون شپږ لکه دوه اویا زره دوه سوه شلو تنو ته زیات شوی دی .
په دغې اعلامیې کې همداراز وئیل شوي دي په ایران کې تر دې دمه په درملنې پسې دوه میلیون یو لک اوه ویشت زره دوسوه ککړ کسان ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .