-
په بهر کې د افغان زندانیانو د خلاصون لپاره له اړونده هېوادونو سره خبرې کوو
Jan 30, 2024 01:52د سرپرست حکومت د کابینې په غونډه کې د بهرنيو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې، چې په نورو هېوادونو کې د افغان زندانيانو په اړه له اړوندو هېوادونو سره خبرې اترې وکړي او د خلاصون لپاره یې لارې چارې ولټوي.
-
باید په سیمه کې له هېڅ ډول اخلال او بې ثباتۍ سره همکاري ونشي
Jan 30, 2024 01:25د افغانستان د سيمه ايزې همکارۍ ابتکار غونډه چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په کوربتوب پرون په کابل کې جوړه شوې وه، پکې د ۱۱ هېوادونو د روسیې، چین، ایران، پاکستان، ترکیې، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغیزستان، هندوستان او اندونیزیا ځانګړو استازو او سفيرانو ګډون کړی وو.
-
بغداد له واشنګټن سره په عراق کې د امریکايي پوځي حضور د پایته رسولو لپاره د مهالوېش د جوړولو په اړه موافقه وکړه
Jan 26, 2024 03:00د عراق حکومت په عراق کې د امریکايي پوځیانو د حضور د تدریجي پایته رسېدو او د هغوی د پوځي ماموریت د ختمېدو لپاره د مهالوېش د جوړولو لپاره له امریکا سره موافقه اعلان کړه.
-
د افغانستان په اړه د دوحې دویمه ناسته د سلواغې په ۲۹ مه ترسره کېږي
Jan 26, 2024 02:34د ملګرو ملتونو ویاند ویلي، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنتونیو ګوتریش د سلواغې په ۲۹مه او ۳۰مه په دوحه کې د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربتوب کوي.
-
ټي ټي پي په افغانستان کې نشته
Jan 26, 2024 02:19طالبانو ته د پاکستان د پوځ د لوی درستيز عاصم منير تر ګواښونکو خبرو وروسته د دې ډلې د رئیس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير ويلي چې پاکستاني طالبان (ټي ټي پي) په افغانستان کې نشته او داعش هم په دې هېواد کې ځپل شوی دی.
-
د يوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی
Jan 26, 2024 02:07د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال عاصم منير د اسلام آباد د بهرني سياست په اړه په خبرو کې له هند سره سوله رد کړې او د افغانستان په اړه يې ويلي، چې «د يوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی».
-
مسکو د طالبانو حکومت د ښځو د حقونو د نه رعایتولو په خاطر په رسمیت نه پېژني
Jan 26, 2024 01:57د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې، هېواد یې د طالبانو حکومت په دې خاطر په رسمیت نه پېژني، چې بشري حقونه په تېره بیا د ښځو حقونه نه مني او پراخ بنسټه اداره نه جوړوي.
-
له ټاکنو او ګډون کوونکو ګوندونو سره کار نه لرو
Jan 26, 2024 01:35په پاکستان کې د ټاکنو په رانږدې کېدو او په دغه هېواد کې د امنیتي اندېښنو له ډېرېدو سره همماله، پاکستاني طالبانو یا ټيټيپي ډاډ ورکړی چې پر ټاکنیزو غونډو او ګډونوالو برید نه کوي.
-
افغانستان تر ټولو ټيټ کيفيته پوهنيز نظام لري
Jan 25, 2024 02:38پرون د جنورۍ ۲۴مه د پوهنې نړیواله ورځ وه. د ملګرو ملتونو ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د دې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان په نړۍ کې د زده کړو د کیفیت تر ټولو ټیټه کچه لري. یونیسف ویلي چې په دویم او درېیم ټولګي کې یوازې ۱۳ سلنه ماشومان د لوستلو لومړني مهارتونه او یوازې ۱۸ سلنه یې د ریاضي مهارتونه لري.
-
۲۶ میلیونه پاکستاني ماشومان له زده کړو بې برخې دي
Jan 25, 2024 02:23د پاکستان ولسمشر د زده کړو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې غونډې کې ویلي چې؛ په دغه هېواد کې تر ۲۶ میلیونو ماشومان له ښوونځي بې برخې دي.