-
یوې مور په زهرو سره د څلورو لوڼو تر وژلو وروسته ځان وژنه کړې
Oct 03, 2023 01:19د بلوچستان صوبې په کویټه ښار کې یوې مور د کورنۍ تاوتریخوالي له امله، په زهرو سره د خپلو څلورو لوڼو تر وژلو وروسته، ځان وژنه کړې ده.
-
د نجونو د زده کړو مسئله به له یوې منطقي لارې حل کړو
Oct 03, 2023 01:03د افغان طالبان بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له یوې رسنۍ سره په مرکه کې د نجونو د زده کړو موضوع د افغانستان کورنۍ موضوع بللې او زیاته کړې ده چې سرپرست حکومت هڅه کوي چې ستونزې له یوې منطقي لارې حل کړي تر څو په هېواد کې د مخالفتونو او کړکېچونو د رامنځته کېدو څخه مخنیوی وشي.
-
ښه عادتونه (۵۹)
Oct 02, 2023 13:32کېدای شي تاسو ته هم داسې پیښ شوي وي چې ځینې وختونه خپل احساسات کنټرول نه کړئ او ستاسو چلند د پښېمانۍ لامل شوی وي. د ښه عادتونو پروګرام په دې برخه کې، د "احساساتو دوره" څېړو ترڅو وکولای شو پر خپلو احساساتو ډېر کنټرول ولرو. له موږ سره پاتې شئ.
-
د تاجکستان او افغانستان د ترهګریزو ډلو تر منځ اړیکې
Oct 01, 2023 04:00د تاجکستان چارواکي د تاجکستان او افغانستان د ترهګریزو ډلو ترمنځ د اړیکو او همکارۍ پخلی وکړ.
-
د تایوان پر وړاندې د افغانستان د فوټسال لوبډلې بریا
Oct 01, 2023 02:23د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د تایوان د فوټسال ملي لوبډلې ته په یوه دوستانه لوبه کې د ۵ پر۳ په توپیر ماتې ورکړه.
-
په کندز کې د کرنیزو توکو درې ورځنۍ نندارتون جوړ شو
Oct 01, 2023 01:39د کندز د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د دغه ولایت په مرکز کې د کرنیزو توکو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
-
د کابل پر کاج ښوونیز مرکز د برید لومړۍ کلیزه، اصلي عاملین یې لا نه دي پېژندل شوي
Oct 01, 2023 01:29تېر کال د تلې په اتمه یا د سپټمبر پر ۳۰مه په داسې حال کې د کابل په لوېدیځ کې د "کاج" پر ښوونیز مرکز ځانمرګی برید وشو، چې په دغه مرکز کې لسګونه هلکانو او نجونو د کانکور ازمایښتي ازموينه ورکوله.
-
د پاکستان خونړئ جمعه اوله ترهه ګرۍ سره د سیمه ایزې مقابلې ضرورت
Sep 30, 2023 10:56د پاکستان په بلوچستان صوبې کې د میلادمصطفی(ص) دولولناک لاریون په پیلیدا پسې لږ وخت وروسته له خونړئ پیښې وروسته ددغه هیواد په خیبر پختونخواه صوبې کې په دوآبې سیمې کې هم دوو نورو ځان مرګو د خداي په کور یرغل وکړ، چې په ټول کې دمیلاد مصطفی په ورځې د رسول ا... بزرګوار د مینه و الو او لمونځ ګوزارو قربانیانو شمیر څه دپاسه شپیتو کسانو ته ورسید.
-
پاکستان د غیرقانوني افغان پناغواړو ویستلو ته جدي دی
Sep 30, 2023 08:29د پاکستان حکومت به په نزدې راتلونکي کې د افغانانو پشمول دغیر قانوني پناه غواړو له خوا ددغه هیواد د پریښودو لپاره د یوې میاشتني مهلت له ختمیدا وروسته له زوره کار واخلي.
-
د پرَدیو جبهه ،د افغانستان له ملی سرچینو سره هیڅ سمون نه خوري
Sep 29, 2023 12:23وس لازیات امید شته څو د ګاونډيتوب سیاست د تاوانونو په لیرې کیدا او د ګټو د جلبولو په اساس په حقیقت پال نظر کې ونیول شي او له ګاونډیانو سره په مشورو سره د افغانستان سرپرستی حکومت له خوا دغه شان سیاست اجرائي پروګرام تعقیب شي.