د تاجکستان او افغانستان د ترهګریزو ډلو تر منځ اړیکې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i139292-د_تاجکستان_او_افغانستان_د_ترهګریزو_ډلو_تر_منځ_اړیکې
د تاجکستان چارواکي د تاجکستان او افغانستان د ترهګریزو ډلو ترمنځ د اړیکو او همکارۍ پخلی وکړ.
(last modified 2023-09-30T23:32:16+00:00 )
Oct 01, 2023 04:00 Asia/Kabul
  • د تاجکستان او افغانستان د ترهګریزو ډلو تر منځ اړیکې

د تاجکستان چارواکي د تاجکستان او افغانستان د ترهګریزو ډلو ترمنځ د اړیکو او همکارۍ پخلی وکړ.

د ایرنا د خبر له مخې، د تاجکستان د بهرنیو چارو د وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مشر وویل چې په «بدخشان» سیمه کې ترهګرې ډلې په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره ارتباط لري.

شرف رحیمي زیاته کړه، دا مهال د خپل هېواد له پولو سره په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو پایلې احساسوو.

دغه تاجک څېړونکي له افغانستان سره په پوله کې د تاجکستان د امنيتي ځواکونو له خوا د ترهګریزو ډلو د يو شمېر غړو نيولو ته په اشارې سره څرګنده کړه، چې دغه نيول کېدل په بدخشان کې د ترهګیزو ډلو او په افغانستان کې د ترهګرو او نشه يي توکو د جنايتکارانو ترمنځ د نږدې اړيکو څرګندونه کوي .

رحيمي په افغانستان کې د فعالو ترهګرو له خوا د نويو لارو چارو تازه کول او اختراع کول تائيد کړل او ويې ويل: "ترهګریز عناصر د خپلو مهماتو په ډيپوګانو کې په زياته اندازه سپکې او درنې وسلې او پوځي تجهيزات لري."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د تاجکستان د چارواکو د اندېښنو په ځواب کې ویلي چې د تاجکستان اندېښنې بې بنسټه دي.

د یادولو وړ ده چې د داعش لخوا د افغانستان له خاوره څخه د دې هېواد پر ګاونډیانو څو ترهګریز بریدونه، د تاجکستان په څېر هېوادونو سره د ژمنو د پوره کولو لپاره د طالبانو وړتیا تر پوښتنې لاندې راولي.