-
په نړۍ کې د اټومي جګړې د سیالۍ او خطر په اړه د ګوترش خبرداری
Sep 27, 2023 14:00د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو ګوترش د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د کلنۍ غونډې په وروستۍ ورځ خبرداری ورکړ چې نړۍ د اټومي وسلو نوې سیالۍ ته ننوځي او په ټوله نړۍ کې د "تباهۍ" سیوري خپروي. د وسلو نوې اندېښمنوونکې سیالي په لاره کې ده او ممکن په تېرو لسیزو کې د لومړي ځل لپاره د اټومي وسلو شمېر لوړ شي.
-
آسیايي لوبې؛ محمد خالد هوتک خپل هندي سیال ته ماتې ورکړه
Sep 27, 2023 11:40محمد خالد هوتک خپل هندي سیال مات او افغانستان یې د چین په آسیایي لوبو کې د درېیم مډال څښتن کړ.
-
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان او پاکستان استازو لفظي شخړه کړې
Sep 27, 2023 11:34د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ناستې پر مهال د پاکستان استازي منیر اکرم ویلي چې نصیراحمد فایق د افغانستان استازیتوب نه شي کولای.
-
افغان کډوالو سره مو چلن د زغم نه دی
Sep 27, 2023 10:17د افغان طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي چې پاکستان کې افغان کډوالو سره د دغه هېواد چلن د زغم وړ نه دی.
-
ملګرو ملتونو کې د هند استازې په افغانستان کې د ښځو، ماشومانو او مذهبي لږکیو د حقونو پر ساتنې ټینګار وکړ
Sep 27, 2023 09:56په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازې سنجي ورما په افغانستان کې د ښځو، ماشومانو او مذهبي لږکیو د حقونو پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.
-
له ايران څخه افغانستان ته د نفتو د صادراتو لپاره پر ګډ ميکانيزم کار کېږي
Sep 27, 2023 09:40د طالبانو له لوري ايران ته د تيلو د سلګونو ټانکرونو تر بېرته ستنولو وروسته، په هرات کې د ايران سرقونسل محمد صديقيفر ويلي، ټاکل شوې چې له ايران څخه افغانستان ته د تيلو د صادراتو لپاره پر يوه ګډ ميکانيزم کار وشي.
-
افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته میندو او ماشومانو شمېر زیات شوی
Sep 27, 2023 09:31د افغان طالبان د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي چې په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته میندو او ماشومانو شمېر د تېرو کلونو پرتله زیات شوی دی.
-
د افغان کډوالو د شمېر په اړه د افغانستان په چارو کې د ایران د ځانګړي استازي د رسنیز مرستیال څرګندونې
Sep 26, 2023 02:39د افغانستان په چارو کې د ایران د ځانګړي استازي مرستیال رسنیو ته ایران ته د افغان کډوالو د راتګ د ادعاوو په اړه په اړه وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت د افغان کډوالو د شمېر د زیاتولو لپاره هېڅ انګیزه نه لري.
-
د چین اسیايي سیالۍ؛ محسن رضايي د برونزو مډال وګاټه
Sep 26, 2023 02:01د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې لوبډلمشر محسن رضايي د چین په اسیايي سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه.
-
روان کال په افغانستان کې زموږ ۱۱۳ مرستندوی کارکوونکي نیول شوي
Sep 26, 2023 01:52ملګري ملتونه په افغانستان کې په روان کال کې د بشري مرستو د رسولو پرمهال د خپلو ۱۱۳ کارکوونکو د نیول کېدو خبر ورکوي.