آسیايي لوبې؛ محمد خالد هوتک خپل هندي سیال ته ماتې ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i139128-آسیايي_لوبې_محمد_خالد_هوتک_خپل_هندي_سیال_ته_ماتې_ورکړه
محمد خالد هوتک خپل هندي سیال مات او افغانستان یې د چین په آسیایي لوبو کې د درېیم مډال څښتن کړ.
(last modified 2023-09-27T07:12:38+00:00 )
Sep 27, 2023 11:40 Asia/Kabul
  • آسیايي لوبې؛ محمد خالد هوتک خپل هندي سیال ته ماتې ورکړه

محمد خالد هوتک خپل هندي سیال مات او افغانستان یې د چین په آسیایي لوبو کې د درېیم مډال څښتن کړ.

د آزادۍ راډیو د خبر له مخې، د آسيايي لوبو د تنظيموونکې کمېټې د معلوماتو په حواله، د افغانستان د ووشو لوبغاړي محمد خالد هوتک په ٧٠ کيلو ګرام وزن کې د کوارټر فاينل دور په یوه سیالۍ کې خپل هندي سیال د پښې په یوې ضربې سره ناک اوټ کړ.

هوتک د برنزو د مډال د ګټلو سربېره، سیمي فاینل ته لار پیدا کړې او تمه ده هلته له چینایي لوبغاړي سره لوبه وکړي.

خالد هوتک تر دې مخکې قزاقستانی سیال مات کړی وو.

تمه ده هوتک نن له چینایي سیال سره په نیمه پایلوبه کې مخ شي.

هوتک له تېر آسیايي المپیک هم د برنزو مډال ګټلی وو.

د هوتک تر څنګ په ووشو کې نصرت حبیبي هم د برنزو مډال ګټلی او د تکواندو د ملي ټیم لوبډلمشر محسن رضايي هم د برنزو مډال خپل کړی دی.

دې دور آسیايي لوبو کې شاوخوا ۸۰ افغان هلکان او نجونې ګډون لري.