افغان کډوالو سره مو چلن د زغم نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i139122-افغان_کډوالو_سره_مو_چلن_د_زغم_نه_دی
د افغان طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي چې پاکستان کې افغان کډوالو سره د دغه هېواد چلن د زغم وړ نه دی.
(last modified 2023-09-27T05:49:46+00:00 )
Sep 27, 2023 10:17 Asia/Kabul
  • افغان کډوالو سره مو چلن د زغم نه دی

د افغان طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي چې پاکستان کې افغان کډوالو سره د دغه هېواد چلن د زغم وړ نه دی.

د سلام وطندار راډیو د خبر له مخې، شېرمحمد عباس ستانکزي کابل کې د ګرځندوی نړیوالې ورځې په اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې پاکستان دې د افغان کډوالو له زورونې لاس واخلي او په وینا یې، دوی سره دې د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو سره سم چلن وکړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې ګاونډي هېوادونه په ځانګړې توګه پاکستان دې افغان کډوالو سره له ناسم چلن ډډه وکړي او وویل چې د یاد وضعیت دوام به د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې کړي.

د د افغان طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په یاده غونډه کې پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي وویل چې هېوادونه دې د افغانستان د کورنیو مسایلو کې په اړه له بې‌ځایه او ناسمو څرګندونو لاس واخلي.

شېرمحمد عباس ستانکزي دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې په ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان کې د افغان کډوالو د نیونې او زورونې لړۍ چټکه شوې، چې یاد هېواد کې یې مېشت افغان کډوال اندېښمن کړي دي.