د چین اسیايي سیالۍ؛ محسن رضايي د برونزو مډال وګاټه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i139038-د_چین_اسیايي_سیالۍ_محسن_رضايي_د_برونزو_مډال_وګاټه
د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې لوبډلمشر محسن رضايي د چین په اسیايي سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه.
(last modified 2023-09-26T01:03:24+00:00 )
Sep 26, 2023 05:31 Asia/Kabul
  • د چین اسیايي سیالۍ؛ محسن رضايي د برونزو مډال وګاټه

د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې لوبډلمشر محسن رضايي د چین په اسیايي سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه.

د آزادۍ راډیو د خبر له مخې، ښاغلي رضايي پرون په نیمه پایلوبه کې د کوریايي سیال جانګ جون پر وړاندې سیالي وکړه، چې په لومړي پړاو کې یې ۵ د ۷ او په دویم پړاو کې یې ۱۲ د ۱۴ پر وړاندې ماتې وخوړه او له مخکې تګ پاتې شو.

محسن رضايي په منځلوبه یا کواټر فاینل کې د قزاقستان لوبغاړي ته ماتې ورکړه او دغه راز د لارموندنې په پړاو کې یې د تاجکستان او جاپان پیاوړي سیالان هم مات کړي وو.

د ویلو ده، چې د چین په روانو سیالیو کې نوموړی د ۸۵ نارینه افغان لوبغاړو په منځ کې لومړنی کس شو چې مډال ګټي.