روان کال په افغانستان کې زموږ ۱۱۳ مرستندوی کارکوونکي نیول شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i139036-روان_کال_په_افغانستان_کې_زموږ_۱۱۳_مرستندوی_کارکوونکي_نیول_شوي
ملګري ملتونه په افغانستان کې په روان کال کې د بشري مرستو د رسولو پرمهال د خپلو ۱۱۳ کارکوونکو د نیول کېدو خبر ورکوي.
(last modified 2023-09-25T21:26:12+00:00 )
Sep 26, 2023 01:52 Asia/Kabul
  • روان کال په افغانستان کې زموږ ۱۱۳ مرستندوی کارکوونکي نیول شوي

ملګري ملتونه په افغانستان کې په روان کال کې د بشري مرستو د رسولو پرمهال د خپلو ۱۱۳ کارکوونکو د نیول کېدو خبر ورکوي.

د آزادۍ راډیو د خبر له مخې، د م. م د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، دې لاسوهنو په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو چارې له خنډ سره مخامخ کړې دي.

د اوچا د راپور له مخې، د دې لاسوهنو موارد د سږني کال په اګست میاشت کې ۱۵ ته ورسېدل چې ترټولو زیات وو، او د م. م د کارکوونکو د تګ راتګ او زیانګالو سیمو ته د موادو د لېږد مخنیوی پکې شامل وو.

اوچا زیاتوي چې سږني موارد د تېرکال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۷۳ زیاتوالی ښيي.