-
عراقچي د لبنان پر ملاتړ ټینګار وکړ
Oct 04, 2024 09:36سید عباس عراقچي بیروت ته له رسېدو وروسته، سمدستي د ایران د اسلامي جمهوریت په سفارت کې په حضور سره، هلته یې د ایران د نمایندګۍ د دفتر له شارژدافیر او همکارانو سره وکتل او د لبنان د وروستیو بدلونونو په هکله یې خبرې وکړې.
-
د تهران په مصلی کې د في سبیل الله مجاهد سید حسن نصرالله د یاد مراسم پیل شول
Oct 04, 2024 08:44د ایرنا د خبر له مخې؛ د في سبیل الله مجاهد شهید سید حسن نصرالله د یاد مراسم چې د همدې اونۍ د جمعې د لمانځه د خطبو له پیل څخه مخکې په تهران کې د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۴ نېټه د انقلاب د معظم رهبر په مشرۍ د ترسره کېدو په حال کې دي، د اسلامي انقلاب د معظم لارښود له خوا، د اسلامي امت سید، د في سبیل الله مجاهد، د لبنان د حزب الله غورځنګ مشر، شهید حجت الاسلام و المسلمین سید حسن نصرالله او د سردار نیلفروشان په ګډون د هغه د ملګرو د شهادت یاد او خاطرو نمانځنه کېږي.
-
په سیمه کې د جنګ د ختمولو یواځینۍ لاره، د امریکا د شر کمول دي
Oct 02, 2024 11:48د اسلامي انقلاب معظم رهبر په سیمه کې د جنګ د ختمولو یواځینۍ لاره د امریکا د شر کمول وبلل.
-
د شهیدانو د یاد نمانځنه د ملت د حرکت د سلامتۍ او د انقلاب له لارښوونو څخه انحراف نه کولو ضامن دی
Sep 27, 2024 02:54د اسلامي انقلاب معظم رهبر د سپېڅلې دفاع د اونۍ او د «لاله ها د مېلمستیا» د ورځې په مناسبت په یو پیغام کې، د لوړ رتبه شهیدانو د یاد لمانځنه د ایراني ملت د حرکت د سلامتۍ او د انقلاب له لارښوونو څخه انحراف نه کولو ضامن وګڼلو.
-
د اسلامي انقلاب پر ضد د استبدادي رژيم د جګړې څرنګوالي ته د امام خامنه يي ځواب، مقاومت خامخا بريالی دی
Sep 26, 2024 09:49پارس ټوډې - پرون سهار چهار شنبه د اسلامي انقلاب رهبر امام خامنه يي، د سپېڅلي دفاع او مقاومت له زرګونه زبرځواکونو او فعالانو سره په کتنه کې، د ایران د اسلامي جمهوریت په خلاف د عراق د بعث رژیم د تحمیل شوي جنګ د پیلولو علتونه بیان کړل.
-
د څه باندې درې زره محکومانو د مجازاتو د بخښنې یا کمولو او تبدیلولو سره د انقلاب د معظم رهبر موافقت
Sep 20, 2024 14:08د حضرت خاتم النبیین محمد مصطفی(ص) او حضرت امام صادق (ع) د میلاد د کلیزې په مناسبت، د اسلامي انقلاب معظم رهبر د څه باندې درې زره محکومانو د مجازاتو د بخښنې یا کمولو او تبدیلولو په تړاو د ایران د قضائیه قوې د مشر له غوښتنې سره موافقه وکړه.
-
د «اسلامي امت» د ارزښتمن هويت ساتنه ضروري ده
Sep 16, 2024 12:08پارس ټوډې - د اسلامي انقلاب معظم رهبر، د «اسلامي امت» د ارزښتمن هويت ساتنه ضروري وبلله او وې ويل: د «اسلامي امت» مسئله بايد په هېڅ صورت هېره نه شي.
-
د دښمن لاسونه هغسې چې څرګندوي، ډک نه دي
Sep 10, 2024 02:29د اسلامي انقلاب معظم رهبر د کهګیلویه او بویر احمد ولایت د شهیدانو د ملي کنګرې له مسئولینو سره په کتنه کې، د ولسونو د ځپلو لپاره د دښمنانو رواني جنګ ته په اشارې سره وویل: د دښمن لاسونه هغسې چې څرګندوي، ډک نه دي.
-
د اسلامي انقلاب ستر لارښود تولید د ایران د اقتصادي مشکلاتو کلید وبلله
Aug 27, 2024 12:00زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي له نوي ولسمشر او څوارلسم حکومت سره په لومړۍ کتنه کښې د انفلاسیون او د ګرانۍ په شمول د سمدستي لومړیتوبونو د رعایتولو ، په مجازي فضا یعني اینټرنیټ کښې د قانونمندې د واکمنولو د ضرورت او د اقتصادي مشکلاتو د حل د کلید په توګه تولید ته د پام د کولو په شان مهم ټکي بیان کړل.
-
د فارسی ژبې د ساتنې او پراختیا لپاره د ایران او تاجکستان پر ملګرتیا د اسلامي انقلاب د معظم رهبر ټینګار
Jul 30, 2024 10:13د اسلامي انقلاب معظم رهبر د فارسي ژبې د ساتنې او پراختیا لپاره د ایران او تاجکستان د ملګرتیاو پر ضرورت ټینګار وکړ.