آمریکا خواهان ایرانی مطیع، ضدمردم، عقبمانده و گرفتار ابتذال غربی بود؛ سخنرانی رهبر انقلاب
امریکا یو مطیع، ولسی ضده، وروسته پاتې او لویدیځ ککړه ایران غواړي
د اسلامي انقلاب رهبر د قم ولایت له زرګونو خلکو سره په کتنه کې، ایران د خپلو ارزښتناکو ډالیو لکه د طبیعي زیرمو، ښه جغرافیايي موقعیت او د ولسي ځواک په لرلو سره، چې د نړۍ له اوسط څخه زیات پرمختللی دی، په نړۍ کې یوه ستراتیژیکه څوکه وبلله.
د سحاب د راپور له مخې او د رهبرۍ د معظم مقام د دفتر د معلوماتو په حواله، امام خامنه یي، تهران ته د ۵۶م کال د مرغومې میاشتې په لسمه نېټه، د امریکا د هغه وخت د ولسمشر کارټر سفر او د محمد رضا په تړاو د هغه د ستاینې او د ثبات د جزیرې په نامه د پهلوي ایران په تړاو د هغه ناسمو څرګندونو ته په اشارې سره، زیاته کړه: د ۵۶م کال ایران چې کارټر د امریکا لپاره مطلوب ګڼلی، د بهرنۍ تګلارې له لحاظه په بشپړه توګه د امریکایانو تابع او د هغوی د ګټو برابروونکی، د کورني سیاست له نظره، د ټولو مخالفانو او حتی د مختلفو جریانونو د سختو ځپلو شاهد، په اقتصادي لحاظ هم د تیلو د خرڅلاو له اړخه د ډېر عايد لرونکی خو ډېر طبقاتي، د علم او ټکنالوژۍ له پلوه ډېر وروسته پاتې او له فرهنګي اړخه هغه هېواد وو چې، د فساد، بې حيايۍ او غربي فحاشۍ فرهنګ ورځ په ورځ پکې پراخېدلو.
حضرت آیت ا... خامنهيي ټینګار وکړ: د مرغومې میاشتې د ۱۹مې نېټې پاڅون د امریکا وړ ایران یې د دوی له منګولو څخه خلاص کړ، خو امریکا اوس هم د هغه وخت د ایران هیله لري، چې البته لکه څنګه چې کارټر دا هیله خپل ګور ته یوړه، نور امریکایان به هم دا هیله ګور ته یوسي.

هغوی د استکبار د ترټولو مهم سنګر په زړه کې د اسلامي انقلاب بریا، د فرعون په ماڼۍ کې د حضرت موسی (ع) له پالنې سره تشبیه کړه او زیاته یې کړه: امریکایان ویده پاتې شول او ستر اسلامي انقلاب د دوی د ځواکمنو ګټو له زړونو څخه را پورته شو؛ لکه څنګه چې فرعون هم غافله وو چې موسی علیه السلام د هغه په کور کې د لوی کېدو او ودې په حال کې دی.
حضرت آیت ا... خامنه يي د مرغومې میاشتې د ۱۹ مې نېټې د تاریخي پاڅون په تحلیل کې د ایران د ملت پر وړاندې د امریکا ۴۶ کلن غلط محاسبات او سیاستونه، د امریکا د هماغه محاسبې د تیروتنې دوام وباله او ویې ویل: هغوی په بندیز کې، د ایران د اقتصادي برخې خرابول موخه ګرځولي دي، خو د ایران ملت په بندیز کې، په علم او ټیکنالوژۍ کې پرمختګ وکړ او ځوانان یې په بېلابېلو برخو کې کار کولو ته چمتو شول.
هغوی، د هارډویر په کارولو سره د امریکایانو لخوا د تبلیغاتي سافټویرونو په کارولو کې د زرګونو چنده زیاتوالي ته په اشارې سره وویل: دوی په غزه کې په لسګونه زره انسانان قتل عام کړل، خو وې نشو کړای چې مقاومت په هارډویر سره له منځه یوسي. په لبنان کې یې د سید حسن نصر ا... او نورو قوماندانانو په څېر خلک شهیدان کړل، خو حزب ا... ختم نه شو او له منځه به ولاړ نه شي.

حضرت آیت ا... خامنه يي دې ته په اشارې سره چې د استکبار ذات د پخوا په پرتله کوم بدلون نه دی کړی، وویل: هېڅوک باید فکر ونه کړي چې د نن سبا امریکا او صهیونیسټي رژیم له پخوا سره توپیر لري، که څه هم د هغوی طریقې او وسیلې زر برابره زیاتې او پراخې شوي دي، له بلې خوا، موږ هم باید زر ځله زیات په هوښیارۍ او په ډیر احتیاط سره عمل وکړو.
حضرت آیت ا... خامنه يي د خپلې وینا په یوه بله برخه کې، ایران یې د طبیعي زیرمو او د بشري ځواک په شان د ارزښتناکو ډالیو په لرلو سره د نړۍ په سطحه له اوسط څخه زیات پرمختللی او د ښه جغرافیایي موقعیت او حساس سیاسي جغرافیې په لرلو سره، ایران په نړۍ کې ستراتیژیکه څوکه وبلله او زیاته یې کړه : ایران کابو ۸۰ کاله پخوا د څو لسیزو لپاره د امریکا اړوند وو، خو اسلامي انقلاب ایران د امریکا له لاسونو څخه وایستلو او له همدې امله ده چې له انقلاب څخه خپله ترخه تجربه به هیره نه کړي.

هغه د ځینو کسانو دې خبرې ته په اشارې سره چې ولې اسلامي جمهوریت له اروپایي هېوادونو سره د خپلو اړیکو او په ایران کې د هغوی د سفارتونو د شتون سره سره، له امریکا سره خبرو اترو او اړیکو ته چمتو نه دی، وویل: له انقلاب څخه مخکینی ایران، د امریکا په واک کې وو، اسلامي انقلاب د دې سبب شو چې پراخه سياسي او اقتصادي شتمني د امريکايانو له لاسونو څخه ووځي، نو له انقلاب سره د هغوی کرکه د اوښانو کینه ده او دا له اروپايي هېوادونو سره ډېر توپير لري.
د انقلاب رهبر، په تېرو ۴۶ کلونو کې له زیاتو لګښتونو سره سره، د ایران په بېرته نیولو کې د امریکا ناکامي، د ایران له ملت او اسلامي جمهوریت سره د کرکې بل دلیل وباله او زیاته یې کړه: امریکا په دغه هېواد کې ناکامه شوې ده او د ماتې د جبرانولو هڅه کوي؛ له همدې امله، هر څومره چې وکولای شي د ایران له خلکو سره دښمني کوي.

حضرت آیت ا... خامنهيي د خپلو خبرو په پای کې پر دې باندې په ټینګار سره چې د سوریې په ګډون، د سیمې حالات باید د فلسطین مسئله کمزورې نه کړي، وویل: د مقاومت اصلي سرچینه، د صهیونیسټي رژیم د ناوړه حرکتونو پر وړاندې درېدل دي.
هغوی د مقاومت پر بقا او پیاوړتیا باندې په ټینګار سره وویل: موږ په غزې، لوېدیځې غاړې، لبنان، یمن او هر ځای کې چې د صهیونیسټي رژیم پر وړاندې ودریږي او مقاومت وکړي، ملاتړ کوو.