وطن او کدولۍ، د مهاجرو لپاره د کار نابرابره بازار
د کارګرو د مهاجرت ښکارنده، د اوسنې زمانې د ټولنپوهنې او همداشان اقتصاد پورې اړوند تر ټولو مهم بدلوونکې لامل دی. نړیوالې څېړنې ښیي چې مهاجران، سره له دې چې په تولید او خدماتو کې اغېزمنه ونډه لري، په نابرابر قانوني او ټولنیزو جوړښتونو کې ځای لري. د دې غیر منصفانه نظام ارزونه، درې بنسټیز محورونه څرګندوي: جوړښتي محدودیتونه، کلتوري خنډونه، او نفسیاتي او اقتصادي اغېزې.
مونږ بیا ځلې ستاسو په خدمت کې یو چي د هغو پټو نړیو په هکله تاسو سره خبرې وکړو چي د نقشې په سر نه ښکاري؛ داسي نړۍ چي کډوال په کښې په کار لګیا دي، سا اخلي او رو رو د سترګو نه لیري ژوند بایلي. نن د سفر او د منزل په هکله خبرې نه کوو بلکې د هغو پټو کاري مارکیټونو په هکله خبرې کوو چي د کډوالو کارګرو لپاره ډوډۍ برابروي خو د هغوی کرامت او ژوند اخلي، د کډوالو د کار تور مارکیټ
مجیب مې په یوه تیاره کارګاه کې ولیده. ږغ یې ښخ شوی وو، او لاسونه یې زخمونو څخه ډک وه. د اینجینرینګ لیسانس لري، پنځه کاله صنعتي تجروبه. خو دلته یو ساده کاګر دی. څو اوونۍ کیږي چي د یو ښه کار لپاره یې غوښتنې بې ځوابه پاتې وه. وایي کله چي مدیرانو یې سي وي لولي، یوازې د هغه د لیسانس په لیدو سره، سي وي یې څنګته پریږدي. هغه زیاتوي: شاید زما د پوهنتون نوم ورته ناپېژانده وي، شاید فکر کوي له بل ځای څخه راغلی یم، هر څه چي مي زده وي د دوي په درد نه خوري. د شپې له کار څخه ناوخته راځي، کله هم اضافه معاش پرته، قرارداد یې درې میاشتنۍ وي، لیکن هرو دریو میاشتو کې، بیا ځلې باید د قرارداد د غځېدو لپاره زارۍ وکړي، هیڅ یو شي ورته دوامداره او د اعتماد وړ نه دی، نه یې کار، نه یې راتلونکۍ او نه هیله.
د مهاجر کار، له مهارت یا لیوالتیا څخه مخکې، د استوګنې وضعیت او هغو کاغذونو پورې تړلی دی چې ښیي «حق» لري کار وکړي که یه. حتی له داسې جواز سره، قانوني خنډونه یې په مخکې دي: د کار ډول محدودیت، د قرارداد مودې محدودیت، یا د بشپړو حقونو نه لرل لکه انشورنس او د تقاعد ګټې.
په ډېرو مواردو کې، د مهاجرانو تحصیلي اسناد یا مسلکي مهارتونه په رسمیت نه پېژندل کېږي. دا باعث کېږي چې یو کس په لوړ تخصص سره په غیرمرتبطو او کمعایدو دندو کې کار وکړي. دا ښکارنده چې اقتصادپوهان یې د مهارتونو ارزښت کموالی بولي، په پای کې خپلې اغېزې پر ټولو مهاجرانو او د کوربه هېواد پر اقتصاد پرېږدي: د تولید کموالې، د استعدادونو ضایع کېدل، او د نارضایتۍ راټولېدل.
قانون، ځینې وخت د ملاتړ پر ځای، خنډ رامینځته کوونکې رول لوبوي. د اسنادو د تطبیق بهیر اوږد او ګران دی، تطبیقي روزنیز کورسونه کم دي، او د مهاجرانو لپاره د مسلکي پرمختګ لاره نابرابره او غیر منصفانه ده. دا خنډونه، د وخت په تېرېدو سره، انسان له رسمي بازار څخه غیررسمي بازار ته ور ټېل وهي؛ هلته چې قرارداد نشته، د دندې امنیت بېمعنی ده، او قانون هلته ډېر لږ څار کوي.
د مهاجر دندې لټون تل د بېلابېلو کلتورونو په سیوري کې ترسره کېږي. دلته، ژبه یوازې کليمې نه دي؛ اشارې، چوپتیا، او تشې موسکاوې، ټول معنا لري. نوې راغلی مهاجر، نه یوازې باید د خبرو ژبه زده کړي، بلکې باید د چلند ژبې باندې هم پوه شي.
خو یوازنې توپیر کلتوري خنډ نه دی، بلکې ځینې وخت د تبعیض په شکل څرګندېږي. کارکوونکی ممکن د نوم، لهجې، یا د پوست رنګ پر بنسټ پریکړه وکړي چې آیا مهاجر ومني یا نه. حتی په کاري چاپېریال کې، مهاجر داسې چلندونو سره مخامخ کېږي چې ځایګی یې څنډې ته کوي: په غونډو کې ورته پام نه کول، خطرناک یا کمارزښته دندې ورسپارل، او د پرمختګ له فرصتونو محرومول.
مهاجران ډېر وخت په تړلو همژبو حلقو کې پاتې کېږي. دا ټولنې په نا غوښتې ډول دوی د کاري بازار له اصلي څانګو څخه لیري کوي. له اصلي بهیر څخه لرې کېدل، د دندې موندنې فرصتونه محدودوي او تبعیض ته دوام ورکوي. په دې منځ کې، هغه کسان چې ژبه او کلتوري کوډونه ګړندي زده کوي، ډېره چانس لري چې له دې دیوال څخه تېر شي؛ خو پاته کسان، د میاشتو او یا کلونو لپاره شاته پاتې کېږي.
دا نابرابرۍ یوازې عاید کموي نه؛ بلکې هویت یې هم ورماتوي. کله چې مهاجر ډاکټر د ټکسي ډرېور کېږي یا استاد د روزانه کارګر په توګه کار کوي، ذهن یې له دوو خواوو تر فشار لاندې راځي: له بهر څخه، د ټولنې د سپکاوي یا بېپروايي له امله، او له دننې څخه، د ځان باور او شخصي انځور د کمزورتیا له کبله.
د ارواح پېژندنې په علم کې، دا وضعیت د خپګان له زیاتوالي، د کسب او کار پورې اړوند تشویش، او ځوړتیا سره مل دی. د دندې امنیت نشتوالی، د قرارداد ردېدو وېره، یا د کاري ساعتونو کموالی پرته له مخکیني خبرتیا، ټول د «سبا به څه کېږي؟» دایمي اندېښنې ته لمن وهي.
له اقتصادي لید څخه، مهاجران ډېر وخت د بازار په ټیټو پوړیو کې پاتې کېږي. عاید یې کم دی، سپما یې ناڅیزه، او د چنې وهلو ځواک یې محدود دی. دا کمزورې اقتصادي موقعیت، مهاجر نور هم زیانمنوي؛ نه یوازې د استثمار په وړاندې، بلکې د اقتصادي بحرانونو په مقابل کې چې لومړی پر ټیټو پوړیو فشار راوړي.
په خطرناکو دندو کې، مهاجران ځینې وخت پرته له خوندیتوب روزنې یا مناسبو وسایلو کار کوي. دا بېپروايي، د کار په ځای کې د ناوړو پېښو کچه لوړوي او درملنه یې پخپله د مهاجر کارګر په غاړه لویږي. ډېری یې حتی نه پوهېږي چې د خوندیتوب د نشتوالي په صورت کې شکایت کولی شي، یا که پوه شي، د دندې او استوګنې جواز له لاسه ورکولو له وېرې چوپ پاتې کېږي.
مشکوک یا شفاهي قراردادونه، مهاجران په نامعلوم حقوقي وضعیت کې ساتي. هر کاري شخړه کیدای شي د معاش پرېکولو یا ګوښه کولو بهانه شي. هغه کسان چې پرته له معتبر اسنادو کار کوي، ډېر په دې خطر کې دي؛ د دوی لپاره یوه کوچنۍ تېروتنه یا نافرماني کیدای شي د کار پای او د ډیپورټ پروسې پیل ووسي.
ټول دا، یوه نه لوستونکي پیغام لري: دا بازار، د ځینو لپاره یوازې د کار ځای نه دی؛ د زغم د ازموینې ځای، د هیلو د له مینځه وړلو ځای، او داسي ځای چې ځینې وخت انسان مجبوروي چې ورځ نه د پرمختګ لپاره، بلکې یوازې د ژوندي پاتې کېدو لپاره تېره کړي.
د کار بازار د مهاجر لپاره، یوه پیچلې ازموینه ده چې په کې خام قوانین، بېرحمه کلتور، او بېتعصبه اقتصاد سره یو ځای شوي دي.
حقوقي جوړښتونه چې کیدای شول د عدالت غږ وي، په عمل کې نوي خنډونه جوړوي. کلتورونه چې کیدای شول د یوځای کېدو لپاره پل وي، په تبعیضي دیوالونو بدل شوي دي. او اقتصاد چې کیدای شول د ځواکونو په تنوع سره ژوندی شي، استثمار یې په رسم بدل کړی دی.
په داسې وضعیت کې، ډېر مهاجران زده کوي چې امید په ورځني ډول مصرف کړي: د یوې اضافي شیفت په اندازه، د قرارداد د مودې د غځېدو په مساله کې،. لوی امید خپل ځای وړوکیو هیلو ته ورکوي او دا، شاید تر ټولو لویه زیان وي، زیان چې په احصایوي جدولونو کې نه راځي، خو په ورځني ژوند کې، په هر ځای کې لیدل کېږي.
شاید یو څوک پوښتنه وکړي: لاره چیرته ده؟ په حقیقت کې ورته کومه ساده ځواب موجود نه دی. نه په قانون کې، نه په اقتصاد کې، او نه زموږ په ډلهییز ضمیر کې روښانه نقشه لیدل کېږي. د دې تریخوالو منل شاید لومړی ګام وي؛ که دا ګام پورته شي، نه د حل لپاره، بلکې په یوه حقیقت باندې د پوهېدو لپاره: دا واقعیت چې مهاجر د نابرابر نظامونو په منځ کې له فشار سره مخامخیږي، پرته له دې چې چیغه یې اورېدل شي.