نورې رسنۍ | ګینس هم پر صهیونیسټي رژیم بندیز ولګاوه
Dec 03, 2025 15:04 Asia/Kabul
پارس ټوډې – د نړیوالو ریکارډونو د ثبت موسسې «ګینس» اعلان کړی چې د صهیونیسټي رژیم له لوري د ریکارډ ثبتولو وړاندې شوې غوښتنې نه ارزوي.
د ګینس د ریکارډونو موسسې، د اشغال شويو سیمو یوې صهیونیسټي ټولنې له لورې د نوي ریکارډ د ثبت له غوښتنې وروسته اعلان وکړ چې د صهیونیسټي رژیم له لوري د ریکارډ ثبتولو وړاندې شوې غوښتنې اوس مهال نه ارزوي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، دا ځواب وروسته له هغه ورکړل شو چې یاده صهیونیسټي ټولنه چې خلک د پښتورګي اهدا کولو ته هڅوي، د نړیوالو ریکارډونو د ثبت موسسې «ګینس» څخه غوښتنه کړې وه چې د اشغال شويو سیمو د پښتورګي اهداکوونکو د شمېر په اړه یو ریکارډ ثبت کړي.
ګینس په خپل ځوابي لیک کې څرګنده کړه: «اوس مهال د اسرائیلو له لوري د ریکارډ ثبت غوښتنې نه ارزول کېږي.»
ټیګونه