تړلې لارې؛ د تورخم سرحدي لارې تړلو د افغانستان سوداګري فلج کړې
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان یو شمېر سوداګر د تورخم لارې د نه پرانیستل کېدو په تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره د دې لارې د ژر تر ژره پرانیستلو غوښتنه کوي.
دوی وايي چې د تورخم لارې تړل کېدو سوداګرو ته درانه زیانونه اړولي او د میلیاردونو ډالرو په ارزښت توکي په پاکستان کې بند پاتې دي.
د سوداګرو په وینا، بدیلې لارې ګرانې او وخت نیونکې دي او ځینې تړونونه د ځنډ او ټرانسپورټي ستونزو له امله لغوه شوي دي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې له پاکستان سره د طالبانو سوداګریزې اړیکې د ترینګلتیاوو د زیاتېدو او د لارو د تړل کېدو له امله پرې شوې دي او دا لاره له پنځوسو ورځو راهیسې تړل شوې ده.
یو شمېر سوداګر وایي له پاکستان سره د سوداګریزو لارو، په ځانګړې توګه د تورخم لارې تړل کېدل د افغان سوداګرو د توکو په لیږد کې د اوږدې مودې ځنډ، د خوراکي توکو د بیې د لوړېدو او خصوصي سکتور ته د درنو زیانونو د اوښتو لامل شوي دي. د دوی په وینا، سوداګر او هېوادوال له نړیوالو ادارو غوښتنه کوي چې د دې لارې د ژر پرانېستلو لپاره پر پاکستان فشار راولي.
د ننګرهار د سوداګرۍ خونې د مدیره پلاوي غړی او د دغه ولایت د سوداګرو د ټولنې مشر زلمی عظیمي وايي پاکستان حق نه لري چې د افغان سوداګرو توکي او شتمنۍ یرغمل کړي.
هغه زیاتوي چې د تورخم د لارې تړل کېدو د سوداګرو پانګه بنده کړې او خصوصي سکتور ته یې درانه زیانونه اړولي دي.
عظیمي ټینګار کوي چې ډېری سوداګر د بدیلو لارو د کارولو مالي وړتیا نه لري، او دې اقدام د افغانستان اقتصاد او سوداګرۍ لپاره جدي ستونزې رامینځته کړې دي.
دا سوداګر ټینګار کوي: «په همدې موده کې د افغانستان خصوصي سکتور شاوخوا یو ملیارد ډالر زیان کړی او هره ورځ افغان سوداګرو ته نږدې درې میلیونه ډالر تاوان رسېږي.
اوس مهال د پنځه ملیارده ډالرو په ارزښت د افغان سوداګرو مالونه په پاکستان کې بند پاتې دي