چین او پاکستان هیوادونه ګډه پوځي مانوره ترسره کوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i167944-چین_او_پاکستان_هیوادونه_ګډه_پوځي_مانوره_ترسره_کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان پوځ نن د چین له پوځ سره د ګډې پوځي مانورې د پیلیدا خبر ورکړ چې اجنډا یې په سیمه کښې د سولې او د ثبات په ګډو هدفونو باندې تمرکز سره د موډرن جنګ په حوزه کښې له نویو رودو څخه په ګټه اخیستلو او له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې د دواړو هیوادونو د مهارتونو پیاوړتیا بلل شوې ده.
(last modified 2025-12-02T08:53:27+00:00 )
Dec 02, 2025 13:19 Asia/Kabul
  • چین او پاکستان  هیوادونه ګډه پوځي مانوره ترسره کوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان پوځ نن د چین له پوځ سره د ګډې پوځي مانورې د پیلیدا خبر ورکړ چې اجنډا یې په سیمه کښې د سولې او د ثبات په ګډو هدفونو باندې تمرکز سره د موډرن جنګ په حوزه کښې له نویو رودو څخه په ګټه اخیستلو او له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې د دواړو هیوادونو د مهارتونو پیاوړتیا بلل شوې ده.

د پاکستان د پوځ د عمومي اړیکو دفتر د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل د «جنګجو نهه» په نوم سره د ګډې پوځي مانورې نهمه  لړۍ  د چین د پوځ د ځانګړیو ځواکونو په شتون سره د پاکستان په شمال لویدیځ کښې په «بپي» سیمه کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې په ملي مرکز کښې پیل شوه.

د پاکستان پوځ زیاته کړه چین او پاکستان له زړو او ازمویل شويو دفاعي ملګرتیاو برخور دي کوم چې په سټراټيژیک مشارکت او متقابل اعتماد کښې جرړه لري.

چین او پاکستان یوبل د سټراټيژیک او کلکو شرکاو په توګه ګڼي.

د پاکستان د دفاعي او د جنګي وړتیاو ستره برخه د چین لخوا تامین شوې ده او د پاکستان او د هند ترمینځ په وروستي جنګ کښې هم د لویدیځو هیوادونو او د پاکستان د چارواکو په دریځونو باندې استناد سره د پاکستان تر استفادې لاندې د چین جوړو وسولو خپله برترۍ ثابته کړې ده.