د فلسطین په رفع سیمې د اسرائیلو برید درې کسان ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/event-i166750-د_فلسطین_په_رفع_سیمې_د_اسرائیلو_برید_درې_کسان_ووژل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی صهیونیسټ رژيم هماغه راز په غزې کښې د اوربند خلاف ورزیو ته دوام ورکوي او د دغه سیمې په بیلابیلو سیمو باندې د دغه رژیم په بمباریو کښې ګڼ شمیر کسان شهیدان او ژوبل شوي دي.
(last modified 2025-11-04T05:33:27+00:00 )
Nov 04, 2025 09:59 Asia/Kabul
  • د فلسطین په رفع سیمې د اسرائیلو برید درې کسان ووژل

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی صهیونیسټ رژيم هماغه راز په غزې کښې د اوربند خلاف ورزیو ته دوام ورکوي او د دغه سیمې په بیلابیلو سیمو باندې د دغه رژیم په بمباریو کښې ګڼ شمیر کسان شهیدان او ژوبل شوي دي.

د اسرائیلو د ظالم او نیواکګر رژيم پوځیانو د فلسطین د «البریج»کیمپ په ختیځ باندې ډزې وکړې او د اسرائیلو توپ لرونکو کشتیو هم د «النصیرات »کیمپ په ساحل ډزې وکړې او د نیواکګر رژیم ځواکونو د غزې تړانګې په مرکز کښې د «دیرالبلح» په ختیځ باندې ډزې وکړې.

المیادین ټیلي ويژن تائید کړه چې د «رفح» په شمال کښې د اسرائیلو په ډزو کښې درې فلسطینیان شهیدان شول او نیواکګرو پوځیانو دوه ځله  د خان یونس په ختیځ کښې په «عبسان» ښار حمله وکړه او د صهیونیسټ رژيم پوځیانو د غزې تړانګې په جنوب باندې هم حمله وکړه.

دغه راپور زیاتوي د غزې ښار په «الشعف دین» واټ کښې د ا سرائیلو د پوځ په ډزو کښې دوه کسان ژوبل شول او هغوې د ښار په ختیځه برخه کښې یوشمیر کورونه وران کړل.

اسرائیل د غزې د  لارو د بیرته پرانیستلو او د خاورو  ښځلو د پاکولو لپاره د ضروري تجهیزاتو او خلکو ته د بشردوستانه مرستو د ورتلو مخه نیسي.