-
د هرمز تنګي پر سر یوه امریکايي MQ-9 بېپیلوټه الوتکه نسکوره شوه
Aug 31, 2026 08:02د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د عامه اړیکو ادارې ویلي، نن سهار وخته د دغه ځواک د هوايي دفاعي ځواکونو د توغندیزو بریدونو په پایله کې یوه اوږد واټنه امریکايي MQ-9 بېپیلوټه الوتکه د هرمز تنګي پر سر په نښه او د فارس خلیج نیلي اوبو کې ولوېده.
-
د هرهغه څه ترسره کول چې د ولس د ټولنیز انسجام په تاوان وي،منع دي
Aug 29, 2026 05:17پارس ټوډې- د اسلامي انقلاب رهبر د حکومت د اونۍ په مناسبت په خپل پیغام کې د حکومتت د وړ او ښو اقداماتو، په تیره بیا د څوارلسم حکومت د صادق او د خلکو د خیر غوښتونکي ولسمشر، قدرداني وکړه او وې ویل چې دغه اقدامات د امریکائي ـ صهیونیسټي دښمن له بېلابېلو محدودیتونو او دسیسو، د بندیزونو له زیاتېدو او کلابندیو سره سره ترسره شوي دي. هغه په ټینګار سره وویل: په قاطعیت سره اعلانوم؛ د هر هغه څه ترسره کول چې د ټولنیز انسجام پر زیان وي، ممنوع دي.»
-
په پاکستان کې «د نبوي سیرت په رڼا کې نوی نسل»نومې نړیوال کنفرانس جوړ شو
Aug 29, 2026 07:36پارس ټوډې - د کنفرانس اصلي موضوعات د رسول اکرم(ص) د سیرت بېلابېل اړخونه وو؛ په ځانګړې توګه د نوي نسل لپاره د فکري، اخلاقي او ټولنیزې روزنې اهمیت، د شخصیت جوړونه او له اسلامي ارزښتونو او اصولو سره د ځوانانو د اړیکو پیاوړتیا.
-
د سپاه پاسداران سمندری ځواکونه پر هرمز سټراټیژیکې اوبلارې بشپړ کنټرول لري
Aug 29, 2026 07:25د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران سمندري ځواک په یوې اعلامیې کې وئیلي دي، پر هرمز سټراټیژیک تنګي د اسلامي مبارز ځواک تسلط په بشپړه توګه مشخص دی.
-
ډاډ ورکوو چې په بشپړ یووالي او انسجام سره به د هېواد د اقتدار او عزت ساتنه کوو
Aug 29, 2026 06:46د ایران ستر ملت او قدرمن او معظم رهبر ته ډاډ ورکوو چې په بشپړ یووالي او انسجام سره، د هېواد له نورو قواوو سره یوځای به ان شاا...، د غوړېدو او پرمختګ په لاره کې د هېواد د اقتدار او عزت ساتونکي واوسو.
-
د ایران د ملت پر وړاندې د امریکا اقتصادي ترهګري د بشریت پر وړاندې جنایت دی
Aug 29, 2026 06:43پارسټوډي ــ د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د ایران د ملت پر وړاندې د امریکا اقتصادي ترهګري د بشریت پر وړاندې جنایت بللې ده.
-
نیویارک ټایمز روښانه کړې؛ اقتصادي کلابندي هیڅ نتیجه نه ورکوي
Aug 29, 2026 05:36پارسټوډي ــ یوې امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز لیکلي چې د شپږو میاشتو له تېرېدو وروسته داسې ښکاري چې ایران لا پیاوړی شوی، په داسې حال کې چې د امریکا موخې لا هم روښانه نه دي.
-
ټرمپ ناروغه دی او د ارواپوهانو په سپارښتنه باید درملنه ئې وشي
Aug 29, 2026 05:28پارسټوډي ــ د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د هرمز تنګي په اړه د امریکا د کرغیړن ولسمشر ټرمپ د هغه څه په وړاندې غبرګون وښود چې هغه وَهمي څرګندونې وبللې.
-
روسیه: له ایران سره به د بندیزونو د فشار په له منځه وړلو کې هڅې وکړو
Aug 28, 2026 05:19پارس ټوډی –د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د ایران پر وړاندې د امریکا اقتصادي فشارونو ته په اشارې ټینګار کړی چې مسکو به له ایران او نورو اړوندو هېوادونو سره یوځای د نړیوالو اړیکو له نظام څخه د بندیزونو د فشارونو د لرې کولو لپاره هڅې وکړي.
-
د رڼا سرچینې -207 ( روښانه د ریځ )
Aug 27, 2026 13:23د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه وا لو په دې شیبو کې درڼا سرچینې نومې لړۍ له ننني دوه سوه اوم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، په دغه ننني مطلب کې درسره د کافرون سورې له دوهم ترشپږم پورې آیتونو په باب درسره غږیږو، نو هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.