-
هیله مند یو چې ژر تر ژره د غزې پر وړاندې جنګي جنایتونه بند شي
Oct 20, 2023 02:49د ایران د بهرنیو چارو وزیر د لوېدیځې آسیا سیمې د حالاتو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل: هیله لرو چې د غزې د خلکو په خلاف جنګي جنایتونه ژر تر ژره بند شي.
-
نښتې ښايي سیمه ایزې جګړې ته لاره هواره کړي
Oct 20, 2023 01:48د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه ویلي: موږ ټولو ته خبرداری ورکړی که دا جګړه دوام وکړي، ښايي سیمه ایزې جګړې ته لاره هواره کړي.
-
د غزې په خلاف د صهیونیسټي رژیم د وژلو د ماشین اصلي هولوکاسټ
Oct 18, 2023 12:29صهیونیسټي رژیم تېره شپه په یوه بې ساري جنایت کې د غزې په تړانګه کې د المعمداني روغتون په یو ټني بم سره په نښه کړ، چې له امله یې څه دپاسه زر تنه شهیدان او په سلګونه ټپیان شول چې زیاتره یې ماشومان او ښځې دي.
-
د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د توغندوي بایکاټونو پاې ته رسیدل:-
Oct 18, 2023 12:00د روان میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په اتلسمه نیټه د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک پراساس د ایران پرضد توغندوي بایکاټونه پاې ته ورسیدل.
-
امریکا د اسرائیلو په جنایتونو کښې شریکه ده
Oct 17, 2023 02:38العهد خبري سایټ راپور ورکړ د عراق د الصادقون غورځنګ ویاند محمد البلداوي وویل امریکا د فلسطین د خلکو پرضد د اسرائیلو د نیواکګر رژیم په جنایتونو باندې د سترګو په پټولو سره د فلسطین په غزې تړانګه کښې په نسل وژنه کښې د اسرائیلو رژیم ملګري ده.
-
فلسطین، د اسلامي امت لومړنۍ موضوع (۱۰)
Oct 16, 2023 10:26د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د (فلسطین، د اسلامي امت لومړنۍ موضوع) نومي لړۍ له ننني (۱۰) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. په دې برخه کې ځینې هغه پېښې څېړو چې د ۱۹۴۸ میلادي کال د می د میاشتې په څوارلسمه نېټه، د صهیونیسټي رژیم د رامنځته کېدو سبب شوه، چې د فلسطینیانو او مسلمانانو ترمنځ د (یوم النکبه - د نکبت ورځې) په نوم نومول شوېده.
-
بې نقابه امریکا
Oct 15, 2023 09:08ګرانو مینه والو د سلامونو په وړاندې کولو سره دا دی د بې نقابه امریکا د دې اونۍ له تازه برخې سره مو په خدمت کښې یوو. له معمول سره سم نن هم اول د امریکې د تیرې اونۍ د مهمو پیښو او خبرونو لنډیز او ورپسې به یې درته تحلیلي برخه وړاندې شي
-
د سیمې دبدلونونو په باب ټوله سناریوګانې پر میز پرتې دي
Oct 14, 2023 10:06د لبنان د حزب ا... و لسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا... ایران دا سلامی جمهوریت له خارجه وزیر سره په کتنې کې ټينګار و کړ، دسیمې وروستیو حالاتو ته په پام سره درستې سناریوګانې په بشپړ ډول تیارې دي.
-
قدس او له فلسطینی ملته ملاتړ،د اسلامی نړۍ وحدت بخښونکی ترټولو مهم عنصردی
Oct 14, 2023 09:47حمید شهریاري ووئیل،حماس پخپلو وروستیو عملیاتو سره اثبات کړې ده چې د فلسطین نجات ددرستو اسلامی هیوادونو په هراړخیز ملاتړ سره ممکن او لاس ته راوړونکی دی.
-
د الاقصی طوفان په عملیاتو کې د وژل شویو امریکایانو شمیر ۲۷ تنو ته لوړ شو
Oct 13, 2023 03:10د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا د ستراتیژیکو ارتباطاتو همغږي کوونکي خبر وکړ چې د اسرائیلي رژیم په خلاف د فلسطیني مقاومت د ځواکونو له خوا د الاقصی د طوفان په نوم له ناڅاپي عملیاتو وروسته په نیواکي فلسطیني سیمو کې د وژل شویو امریکایانو شمیر ۲۷ ته رسیدلی دی.