د افغانستان او پاکستان حالات په تیرې اونۍ کې
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه و الو په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان د ځينو مهمو بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پيل کې درته ددغو دواړو هیوادونو د ځينو مهمو پيښو په باب یوه لنډه شان خلاصه درآوروو،او بیا مو هم رابولوو، د ځينو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته
*/*/*/
په افغانستان کې د اهل تشیّع په ضد د طالبانو ځيني محدودیتونه
*/*/*/ په تهران کې د افغانستان په باب د سیمه ایزې تماس ډلې ناسته
/*/*//*/*/
او دملګروملتو په امنیت شورا کې د پاکستان غړیتوب ، په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان ځیني مهمې پيښې وې البته اوس مو هم رابولوو،دځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته .
************************
دوستانو په تیرې اونۍ کې خپرۀ شوي خبرونه په افغانستان کې داهل تشیّع په ضد د طالب حکومت د محدودیّتونو دزیاتیدا ښودنه کوي داسې چې ځیني نوي اړخونه ئې هم غوره کړي دي. طالبانو ډلې د افغانستان د شیعیانو په ضد په ترټولو وروستیو اقداماتو کې د بامیانو ولایت له مکتبونو او ښونځیو څخه د فقه جعفري درسي کتابونو دغونډولو دستور صادر کړی او هڅه کوي چې د تمدن خصوصي ټيلیویژني چینل، خاتم النبیّن دینی مدرسې، او د خاتم النبیّن پوهنتون فعالیتونه ودروي.
د افغانستان په بامیان ولایت کې د طالب حکومت د معارفو د ریاست د حکم په اساس ددغه ولایت له ښونځیو د فقه جعفري د درسی کتابونو د غونډولو کار پیل شوی دی.
د هغه دستور العمل په متن کې چې په بامیان کې د طالبانو د معارفو د ریاست په لخ وا د هغه ولایت د ورس ولسوالۍ د معارفو ولسوالۍ د معارفو دامریّت په ادریس صادر شوی دی راغلي دي، چې د هغو ټولو ښونځیو ته چې شاګردان ئې د فقه حنفي او فقه جعفري دوو فقو څخه شاګردان وي، درسي کتابونه ئې له یوې فقې څخه دي ، حکم ورکول کیږي، چې د نوموړو ښونځيو کتابونه غونډ کړئ شي، تر دې چې هردواړو فقو له ښونې څخه داستفادې لپاره نوي کتابونه برابر او وویشل شي.
دغه فرمان په داسې حال کې صادر شوی چې د بامیان ولایت په ورس ولسوالۍ کې ځاي سرچینو وئيلي دي چې په دغې ولسوالۍ کې ټول زده کونکي د جعفری مذهب پیروکار دي او د افغانستان دپخواني حکومت د تصویب شوي قوانینو په اساس، د دوي لپاره د فقه جعفري درسي کتابونه تدریس کیږي.
سرچینې وائي چې طالبان په دغه ولایت کې د فقه جعفري ددرسي کتابونو د تدریس د درولو د فرمان په صادرولو سره هڅه کوي،چې د زده کونکو لپاره د خپلې خوښې مذهبی کتابونه وویشي.
طالبانو له دې مخکې د فقه جعفري تدریس د افغانستان په مرکز دایکنډي او بامیان شیعه میشته ولایتونو په پوهنتونونو کې هم منع کړی دی.
د افغانستان د طالبانو حکومت یوه بله هڅه د افغانستان د اهل تشیّع د ترټولو لوئې دیني عملیه حوزې او تمدن ټیلیویژن د فعالیّت بندول دي. د خپرو شوو راپورونو په اساس، طالبان هڅه کوي، چې په کابل کې د تمدن خصوصي ټيلیویژني چینل او همداراز د خاتم النبیّن دینی مدرسې او خاتم النبیّن پوهنتون فعالیتونه ودروي.
تمدن ټيلیویژن او خاتم النبیّن دیني مدرسه ، د افغانستان د اهل تشیّع یوه مشهور دیني عالم آیت ا... محمد آصف محسني له خوا تاسیس شوي او اوس د هغه د زوي محمد جواد محسني له خوا اداره کیږي.
د تمدن ټيلیويژن د راپور په اساس،د طالبانو د معارفو وزارت له خوا یو پلاوی ددغې رسانئ دفتر ته ورغلی او احتمال دی، فعالیت ئې ودروي. پر دې سربیره، طالبانو د تیر کال د محرم په لومړنۍ لسیزې کې هم د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې ددغه هیواد شیعیانو پر عزادارئ پراخ محدودیّتونه لګولي او په کابل او یو شمیر نورو ولایتونو کې د دغې ډلې مامورانو له عزدارو او ویرجنو مینه والو سره ډير تاؤتریخجن چلند درلود. د غزني ولایت په شمول په ځينو سیمو کې د عاشورا په ورځ په ویرجنو باندې د طالب مامورانو د ډزو له امله د یوه ماشوم پشمول لږترلږه څلور کسان وژل شوي او پنځلس نور ټپیان شوي هم وو.
طالبانو د ۱۴۰۱لمریزکال د روژې د مبارکې میاشتې د کوچني اختر د ورځې پشمول ځیني مذهبی مناسبتونو په شپو ورځو کې هم د شیعیانو آزادي سلب کړې، او د دایکنډي پشمول په مختلفو ولایتونو کې ئې یو شمیر شیعیان مجبوره کړي چې ددغې ډلې د اعلان په اساس خپله روژه افطار کړي او اختر ولمانځي؛ په داسې حال کې چې د اهل تشیّع د تقلید د مراجعو د شوال د میاشتې لیدل تائيد کړي نه وو او نیکمرغه اختر ئې نه ؤ اعلان کړی.
د افغانستان د اهل تشیّع په ضد محدودیّتونه په داسې حال کې وضع شوي دي چې دغې ډلې تر دې دمه خپلو حقوقو ته د لاس رسي او د امنیت د تامینولو په زمینې کې د اهل تشیّع یوې غوښتې ته هم ځواب نه دی ورکړی.
د افغانستان د شیعیانو د عالمانو شورا څه مودې مخکې وئیلي وو چې دوي په کرتو د افغانستان د شیعیانو غوښتې طالبانو سره شریکې کړي دي ، خو دغې ډلې تردې دمه دغو غوښتنو ته توجه نه ده کړې او هیڅ ځواب ئې هم نه دی ورکړی.
دوستانو په تیرې او نۍ کې تهران د افغانستان لپاره د سیمه ایزې تماس ډلې د غونډې کوربه ؤ، د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت د اعلان په اساس د افغانستان لپاره د سیمه ایزې تماس ډلې ناسته،د افغانستان او سیمې لپاره د سیمه ایزې همپالنې او ملګرتیا په سیوري کې پراختیا ،ثبات او د سولې پیغام راوړل،د افغانستان لپاره د ایران،پاکستان، چین او روسیې دځانګړو استازو سلامشوره کول دي.
له دې مخکې،د افغانستان په باب د سیمه ایزې تماس ډلې ناسته کابو پنځه میاشتې مخکې او د ایران د اسلامی جمهوریت په وړاندیز او نوښت سره په کابل کې ترسره شوه او په دغې ناستې کې د افغانستان د ګاونډیانو او سیمې د هیوادونو د سفیرانو او ځانګړو استازو شتون درلود.
ډیری شناندو او کارپوهانو دا وئيلی دي، چې د ایران اسلامی جمهوریّت تل په افغانستان کې د سولې او امنیت د ثبیت او ټینګیدا سره د مرستې لپاره خپلې ټولې هڅې کارولي دي.دې ته په پام سره چې افغانستان دایران په تمدني حوزې کې واقع دی، په افغانستان کې د صولې او امنیت له تثبیتیدا سره مرسته په حقیقت کې د سیمه ایزې سولې له پیاوړتیا سره مرسته ده .
دوستانو پاکستان هم تیره اونۍ له ځينو بدلونونو سره مخ ؤ چې په هغو کې ترټولو مهمې د غزې د وروستیو حالاتو او د جنایتکار صهیونیسټي رژیم د وحشيتوب په باب د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت د سرپرست علی باقري کني او د پاکستان د خارجه وزیر محمد اسحاق ډار خبرې اترې وې.
د پاکستان د خارجه و زارت په وسیله د خپرې شوي خبرتیا په اساس، د پاکستان خارجه وزیر اسحاق ډارپه دغه تماس کې په غزې کې د نسل وژنې د ختمولو او د فلسطین له ولس سره د ا نسان دوستۍ د مرستو په موخې سره له ټولو نوښتونو دپاکستان پر بشپړ ملاتړ ټينګار وکړ.
همداراز باقري په دې باب خپل شخصي ټولنیز چینل کې هم لیکلي دي، د پاکستان له مرستیال لومړی وزیر او خارجه وزیر اسحاق ډار سره ئې په ټیلیفوني خبرو کې د خدمت د شهیدانو د درنښت په دستورو کې د پاکستان د لوړپوړي پلاوي د شتون او د لوړپوړو چارواکو د تسلیّت او همدردئ د پیغامونو په باب په مننې سره، په فلسطین کې د نیواکګر رژيم د جنایتونو پشمول په وړاندې د پروګرامونو او مهمو موضوعګانو په باب خبرې اترې او دنظر تبادله وکړه.
هغه زیاته کړې ده،د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو د دریدا لپاره د جدي اغیزشیندونکو او ګډو اقداماتو او د اسلامی ملګرتیا موسیسې د خارجه وزیرانو د بیړنۍ غونډې دترسره کیدا لپاره د ایران داسلامی جمهوریت وړاندیز، همداراز ددغه وحشی رژیم د مشرانو د جنایتونو د عدالتي تعقیبونې او د انصاف د نړیوالې محکمې د موقته فرمان له اجرا سره د مرستې ډله ایز اقدام کول هم وارزول.
تیره اونۍ د پاکستان لومړي وزیر د ملګروملتو دامنیت شورا د غیر دایمي نوو غړو د ټاکل کیدا په غبرګون کې ووئیل، د ملګروملتو د امنیت شورا د غړي په توګه د پاکستان ټاکل کیدا یوه ویاړمنه شیبه ده .
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی، د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د امنیت شورا د غړی په توګه د خپل هیواد ټاکل کیدا یوه ویاړمنه شیبه بللې او وئيلي ئې دي، پاکستان به له نړیوالې ټولنې سره مټ په مټ د ملتونو ترمینځ د م لګرتیا او د سولې او ثبات د پياوړتیا او د مشکلاتو له ختمولو سره مرسته وکړي.
د ملګروملتو عمومی اسمبلۍ له پټو رایو اچولو وروسته پاکستان، ډنمارک ،یونان، پاناما، او سومالیه د امنیت شورا د غیر دایمي نوو غړو په توګه ټاکلي دي.
د ملګروملتو د عمومی اسمبلۍ مشر ډنس فرانسیس ووئيل، چې دغه پنځه هیوادونه به د ۲۰۲۵کال له جنورۍ څخه تر ۲۰۲۶ کال تر دسمبر پورې یعني تر دوو کلونو پورې د امنیت شورا دغیر دایمي غړي وي.
د ملګروملتو عمومی اسمبلۍ په انتخاباتو کې،پاکستان وتوانید، له ۱۸۵ هیوادونو څخه د ۱۸۲ هیوادونو رای ترلاسه کړي او د آسیا دلې د استازي په توګه امنیت شورا ته لاره ومومي.په دغې شورا کې د آسیا مخکینی استازی جاپان ؤ.
پاکستان له دې مخکې هم اوه ځله د ملګروملتو د امنیت شورا غیر دایمی غړیتوب ګټلی ؤ.
تیره اونۍ د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د غزې تړانګې د اوسیدونکو په ضد د صهیونیسټي رژيم د بدماش اقدامات محکوم کړل او وې وئيل، اسلام اباد له زوره د اسرائیلی ځواکونو د بې روئې استفاده په جدي او پریکنده توګه محکوموي او دجنګ د فوری دریدا او د اوربند د سملاسی ټینګیدا غوښته کوي. په عین حال کې په ملګروملتو کې د پاکستان سفیر منیر اکرم د هغو خلاف ورزي کونکو په نړیوال لیسټ کې د اسرائيلو د پوځ د نامې د راوستوپه هرکلی سره چې د ماشومانو په ضد ئې جنایتونه کړي دي ،ووئيل،د ملګروملتو په تورلیسټ کې د اسرائيلو د نامې راتلل د تمې وړ وو او په حقیقت کې دغه کار باید ډير زر ترسره شوی وائ. په ملګرو ملتو کې د اسرائيلو دغړیتوب په ځنډیدا په مسلمانو هیوادونو کې بحثونه شوي دي . منیر اکرم ټينګار کړی، پاکستان هغه ټول هیوادونه چې اسرائيلو ته وسلې ورکوي،په کلکه محکوموي.
دا لومړی ځل دی چې اسرائيل په دغه راپور کې شاملیږي. د ترټولو وروستیو احصایو په اساس په غزې کې د وحشي ډوله اسرائيلي پوځ په هوائي بمباریو او توغندوي حملو کې څه دپاسه څوارلس زره ماشومان شهیدان شوي او دولس زره نور ټپان شويۍ دي.
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو د پا کستان او افغانستان د تیرې اونۍ د ځينو مهمو بدلونونو په باب د اونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤنو تربل پروګرام پروې مو په نیاؤمن خداي سپارو زمونږ انټرنیټي ایډریس PARSTODAY.COM/PS،بریالي او سوکاله ژوند ولري خپل خیال ساتې او دخپلوانو خیال ساتئ .
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************************************